لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرايل او بحرېن د سفارتي اړیکو لوظنامه کړې


اسرايل او بحرېن په رسمي ډول د سفارتي اړيکو جوړولو ويلي دي، د امريکې د سيوري لاندې دواړو هېوادونو په بحرېن کې د اړیکو جوړولو لوظنامه کړې ده.

بحرېن او متحده عرب امارات تېره مياشت په سپينه ماڼۍ کې په يوه دستوره کې د ابراهام ايکارډ په نوم تړون کړی د کوم لاندې چې متحده عرب امارات د اسرايل سره اړيکې جوړې کړې وې.

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه د اسرايل او بحرېن ترمنځ په لوظنامه کې ويل شوي چې دواړه ملکونه به سفارتخانې جوړوي او سفيران به ټاکي.

د بحرېن او اسرایل د سفارتي تعلقاتو اعلان صدر ټرمپ تېره میاشت د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او د بحرېن باچا شاه حماد بن عیسا الخلیفه سره په ټېلې فون د درې اړخیزو خبرو وروسته کړی ؤ.

صدر ټرمپ په ټوېټر ويلي ؤ "نن یو بل تاریخي پرمختګ" وشو.

متحده عرب امارت او اسرایل له دې وړاندې سفارتي تعلقات جوړ کړي چې لومړی اعلان یې صدر ټرمپ کړی ؤ.

د راپورونو ترمخه د بحرېن او اسرايل د رسمي اړيکو جوړولو په دستوره کې د بحرېن سفير عبدالطیف ال زياني ویلي دا تاريخي دوره ده.

د امریکې د خزانې وزیر سټېون منوچن او د اسرايل د وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو د ملي امنيت سلاکار مېربن شب د پلاؤ سره د لوظنامې دپاره بحرېن ته تللي وو.

د اسرايل استازي ویلي دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د نزدې اړيکو جوړولو دپاره رسمي قدم پورته کړو.

د امریکې د خزانې وزير ويلي، په سيمه کې ثبات، او سيمې د خلکو او هېوادونو دپاره دا د خوشحالۍ راوستو قدم دی.

فلسطين د متحده عرب امارات او بحرېن د اسرایل سره د اړيکو په جوړولو ټکونه کوي او وايي چې څو پورې فلسطينيانو ته ازاد هېواد نه وي ترلاسه شوی، عرب ملکونه دي اسرايل نه مني.

د متحده عرب اماراتو او بحرېن نه وړاندې مصر او اردن د اسرايل سره سفارتي اړيکې جوړې کړې او ويل کيږي چې ښايي سوډان، عمان او مراکش هم د اسرايل سره اړيکې جوړې کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG