لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډاکټر شکیل افريدي د مقدمې اورېدنه نن هم ونه شوه


پېښور هايکورټ
پېښور هايکورټ

د ډاکټر شکيل افريدي وکيل قمرنديم اېډوکېټ وايي نن په خېبرپښتونخوا صوبه کې د وکيلانو کاربنديز ؤ، ځکه په پېښور هايکورټ کې د نورو مقدمو سره د ډاکټر شکيل افريدي د مقدمې اورېدنه هم ونه شوه.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې قمر نديم وويل په پېښور هايکورټ کې دا مقدمه په داسې حال کې ده چې دواړه فريقېن به په عدالت کې بحث کوي، خو پرله پسې داسې کيږي چې د دې مقدمې اورېدنه وځنډيږي.

له دې نه په وړاندې نېټه 30 ستمبر چې د دې مقدمې اورېدنه ټاکل شوې وه، قمرنديم ويلي ؤ د پېښور هايکورټ چيف جسټس وقار احمد سېټهـ دا اورېدنه ځکه ځنډولې چې مشر وکيل عبدالطيف افريدي د مصروفياتو له امله عدالت ته نه ؤ حاضر شوی.

هغه ويلي ؤ" په هايکورټ کې نن 17م اورېدنه وه، 16م اورېدنه د اېډوکېټ جنرل په وجه ځنډول شوې وه".

او د ډاکټر شکيل افريدي په کېس کې د حکومت نمائندګي کوونکي سرکاري وکيل اېډو کېټ جنرل شمائل بټ وي اوای ډيوه ته ويلي ؤ چې دوی وړاندی هم خپل کېس تيار کړی و او نن هم د بحث د پاره تيار ؤ.

د نړیوالې ترهګرې ګرځول شوې ډلې القاعده د مشر اسامه بن لادن په مالومولو کې د امریکا سره د مرستو په سر تورن ډاکټر شکیل افریدي ته په کال 2012 کې د پخوانۍ خېبر ايجنسۍ اسټنټ پوليټيکل ايجينټ د يو لاقانونه ګرځول شوي تنظيم سره د اړيکو په تور د 33 کالو د بند سزا اورولې وه خو وروسته بيا د هغه د وکيلانو په اپېل دغه سزا تر 23 کالو راکمه شوې وه.

د ډاکټر شکيل افريدي د وکيلانو په وېنا د کال 2014 راهسې د نوموړي د پوره سزا ختمولو اپيل په پخواني فاټا ټريبيونل کې د ځنډ ښکار ؤ او بيا چې پخوانۍ فاټا په صوبه کې ورګډه شوه دا مقدمه هم د پېښور هایکورټ ته منتقل کړی شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG