په کراچۍ کې چاؤدنه شوې د ژغورنې ادارې (ايدهي فاؤنډېشن) وايي په پېښه کې درې تنه وژل شوي او 15 نور ژوبل شوي دي، چارواکو په پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
د پوليسو په وېنا په کراچۍ کې چاؤدنه نن د شورو/ چارشنبې په ورځ په ګلشن اقبال علاقه کې د کراچۍ پوهنتون سره نزدې په مسکن چورنګۍ شوې ده.
د سيند صوبې وزیر سعيد غني په پېښه کې د 19 کسانو د ژوبلېدو ويلي دي.
پولیس وايي د چاؤدنې علت مالوموي چې چاؤدنه د څه نه شوې ده، تراوسه نه ده مالومه شوې چې بارودي مواد يا بم چاؤدل شوی يا د سلېنډر چاؤدنه ده.
د ژغورنې اداره وايي د چاؤدنې له امله د ودانۍ دوه منزله اغېزمن شوی او رانړېدلي دي.
سعيد غني وايي امدادي کارونه روان دي، ژوبل کسان د ودانۍ نه ويستلی شي او پوليس پلټنې پېل کړي دي چې د چاؤدنې نوعيت مالوم کړي.
د سيند صوبې وزیراعلی د پېښې خبر اخستی او رپورټ يې غوښتی دی.