لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد: د پاکستان د ويزې اخستو په جوړه ګڼه کې د 11 ښځو په ګډون 15 تنه مړه شوي


افغان چارواکو ویلي د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د فټ بال په لوبغالي کې د زرګونو په شمېره کې خلک راټول شوي چې د پاکستان د ویزې ترلاسه کولو ټوکن واخلي او په دغه ګڼه کې بيا د 11 ښځو په ګډون 15 تنه مړه شوي دي.

رايټرز د دوه افغان چارواکو له قوله ويلي د فټ بال په لوبغالي/ ګراؤنډ کې درې زره تنه موجود وو چې پکې ښځې هم وې او په دغه وخت کې زياته ګڼه جوړه شوې او کسان پکې مړه شوي دي.

د ننګرهار د شورا غړي سهراب قادري په پېښه کې د 15 تنو د مړينې ويلي چې پکې 11 ښځې هم شامل دي. هغه ويلې نور د پاخه عمر کسان په ګڼه کې ژوبل شوي هم دي.

پاکستان د افغانستان نه د زرګونو په شمېره کې خلک په ويزو راځي چې پکې علاج يا ډاکټر له راتلونکي، زده کوونکي او کاروباريان هم شامل وي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ دپاره د کرونا وبا له امله د څو مياشتو مودې نه ويزې ورکول بند ؤ.

خو په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان په وروستيو کې ويلي ؤ په 12م اکتوبر په کابل کې د پاکستان سفارتخانې 2059 افغانانو ته ويزې ورکړې وې.

هغه ویلي ؤ دوی په دې کار کوي چې د ويزو ورکول اسان کړي او زياته کړې يې وه چې د نن څخه به په کونسلګرو کې هم ويزې ورکول پېل کړي.

په افغانستان کې په کابل، جلال اباد او مزار شریف کې د پاکستان ويزې ورکول کيږي او تل د ويزو په ورکولو کې د بد انتظامۍ شکايتونه مخې ته راځي.

ځانګړې ویډیوګانې

خپرونه: سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:33 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG