لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کراچۍ: تعليمي ادارې ايي بي ای د دهړکو له امله د عاطف ميا د انټرنېټ د لارې لکچر منسوخ کړی


په کراچۍ کې د بزنس اف اډمنسټرېشن [ايي بي ای] د تندلارو دهړکو له امله د اقتصادي چارو کارپوهه عاطف ميا د انټرنېټ د لارې لکچر منسوخ/ لغوه کړی دی.

ايي بي ای په ټویټر ویلي،

"د ډاکټر عاطف ميا لکچر (پاکستان ولې په اقتصادي وده کې شاته پاتې دی)؟ چې په پينځم نومبر 2020 ټاکل شوی کېنسل/لغوه کړی شو".

عاطف ميا په 19 اکتوبر د خوښۍ څرګندونه کړې وه چې د کراچۍ د زده کوونکو سره به وويني.

خو نوموړي پرون ويلي،

"د پوهنتون انتظاميې ته د تندلارو د دهړکو له امله زما د زوم (ويډيوي) لارې سيمينار منسوخ کړی شوی، بخښه غواړم. زما دعاګانې او نيکې پيرزونې د ايي بي ای د زده کوونکو سره دي".

د عاطف ميا لکچر ختمولو ته په ټولنيزو رسنيو غبرګون ويل شوی چې پاکستان د تندلارو په نرغه کې دی.

ژورنالسټ او څيړونکي زاهد حسېن په ټویټر ویلي،

" دا ملک (پاکستان) تندلارو يرغمال کړی دی. ياد اقتصاد پوهه ته د هغه د عقيدې په اساس د وېنا اجازت نه دی ورکړی شوی. د شرم خبره ده".

تېمور خان ویلي،

"پاکستان د تعصب نه ډک رياست دی. ايا حکومت به ايي بي ای ته د ګواښ کوونکو د نيولو دپاره ګام پورته کړي؟".

عاطف ميا چې د احمدي فرقې سره تعلق لري د عمران خان حکومت په کال 2018م کې هغه په خپله 18 کسيزه اقتصادي شورا کې شامل کړی خو وروستو حکومت د هغه د لرې کولو فېصله کړې وه.

د پاکستان د هغه وخت د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري د عاطف ميا په اړوند ويلي ؤ،

"حکومت يې پرېکړه کړې چې عاطف میا د اقتصادي مشاورتي کمېټۍ څخه لرې کړي، حکومت د علماؤ او ټولو ټولنيزو طبقو سره مخ په وړاندې تلل غواړي اوکه د يو تن د نومول کېدو نه بدل تاثر ولاړيږي نو دا مناسبه نه ده".

پاکستان کې ډېری خلکو د احمدي فرقې سره تعلق لرونکي اقتصادي چارو کارپوهه عاطف میا په مشاورتي بورډ کې اخيستل ستايلي ؤ خو ډېری خلکو پرې سختې نيوکې هم کړې وې.

XS
SM
MD
LG