لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: سي ټي ډي د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې


د پاکستان په بلوچستان صوبه کې پوليس او استخباراتي ادارو دعوه کړې چې د صوبې په مستونګ سيمه کې يې عمليات کړي او څلور ترهګر يې وژلي دی.

سي ټي ډي پوليس او استخباراتي ادارو ویلي عملیات د مستونګ په دشت سيمه کې ترسره شوي دي.

او د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزیر میر ضیا لانګو د پیښې په تایید سره ويلي چې په وژل شويو ترهګرو کې د یو د سر قیمت دوه ملیونه روپۍ ټاکل شوی و.

میر ضیا لانګوو ويلي چې په مستونګ کې د ترهګرو د موجودګۍ په خبر دغه عملیات شوي څلور ترې وژل شوي او دوه نور لټون روان دی.

هغه زياته کړې،له وژل شويو ترهګرو څخه ځانمرګي جاکټونه ، وسلې ، چاودیدونکي توکي او نور توکي ترلاسه شوي دي.

د امنیتی سرچینو په وینا ، وژل شوی قومندان عبدالکریم نومېده چې د لشکر جنګوي سیف الله ډلې سره تړاو لري.

د پاکستان بلوچستان صوبه کې چې په وروستيو کې د بد امنۍ پېښې رامنځته شوې پاکستاني مطبوعات وايي په روانه مياشت د بلوچستان په اورماړه او خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو کې د ترهګرۍ پېښې مخې ته راتلل ښايي په ملک کې ترهګري موجوده ده.

د بلوچستان صوبې په ساحلي ښار ګوادر په اورماړه کې د روانې مياشتې په 15م نېټه په امنیتي ځواکونو باندې شوې برید کې 14 ملېشه عسکر وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان شوي وو، د برید ذمه واري د "براس" په نوم تنظیم منلې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG