لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه:پي ډي‌ ایم په سختو امنیتي تدابېرو کې نن دحکومت پرضد خپل سیاسي قوت ښایي


په پاکستان کې دحکومت مخالفو ګوندونو ائتلاف پي ډي‌ ایم د ګوجرانواله اؤ کراچۍ نه وروسته نن په کوټه کې په سختو امنیتي تدابیرو کې احتجاجي جلسه کوي چې ددغه جلسې دپاره ټولې تیارۍ سرته رسول شوي دي.

دکوټې په ایوب پارک کې دکېدونکې ننۍ جلسې دپاره دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشران دخالي په ورځ کوټې ته رسیدلي خو دپښتون ژغورنې غورڅنګ مخکښ مشر محسن داوړ کوټې ته نه دی پرېښودل شوی اؤ دهوایي ډګر څخه بېرته راستون کړل شوی دی.

دپي ډي‌ ایم قیادت دعوه کوي چې دا به دبلوچستان تر ټولو ستره جلسه وي.

دجلسې نه وړاندې امنیتي ادارې خبرداری خپور کړی ؤ چې ترهګر کوټه کې دترهګرۍ پېښه کول غواړي چې له دې امله دبلوچستان حکومت دپي ډي‌ ایم مشرانو څخه په موجوده شرائطو کې دجلسې نه کولو غوښتنه کړې وه خو دمخالفو ګوندونو مشرانو دغه غوښتنه رد کړې ده.

دکوټې نه د وي او ای ډیوه دخبریالانو له مخې دننۍ جلسې دپاره کوټلې امنیتي ګامونه اخستل شوي اؤ په کوټه کې ددفعه ۱۴۴پرځائ کیدو ترڅنګ دښار بیلابیلو برخو کې به د سحر۱۱بجو نه دماسخوتن تراتوؤ بجو دموبائیل فون خدمات هم ځنډول شوي وي.

دجلسې په مهال د څه رقم احتمالي بدې پېښې په صورت کې د کوټې په سرکاري روغتونونو کې بیړنی حالت هم پرځائ کړل شوی دی.

د کوټې دپولیسو لوړ پوړي مشر یا ډي ایي جي اظهر اکرم رسنیو ته ویلي چې دجلسې دحفاظت دپاره تر۵۰۰۰ زیات عسکر ګمارل شوي اؤ د ډرون کیمرو دلارې به هم د جلسې څارنه کولی شي.

ټاکل شوې چې جلسې ته به دپي ډي‌ ایم مشر مولانا فضل الرحمان، مریم نواز،محمود خان اڅکزئ،حیدر هوتي، افتاب شیرپاؤ ،میا افتخار حسین ، سردار اختر مینګل،پخواني وزیراعظمان یوسف رضا ګیلاني ،راجه پرویز اشرف اؤ نور مشران ویناوې کوي .

د پیپلز پارټۍد مشر بلاول بوټو زرداري ګلګت بتلستان کې دموجودیت له امله داسې احمتال شته چې هغه دې جلسه کې برخه وانه خلي خو هغه پخپل یو ویډیو پیغام کې دخپل ګوند په غړو غږ کړی چې دې جلسه په پراخه کچه برخه واخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG