د پاکستان د بلوچستان صوبې په 33 ضلعو کې نن د ګل/دوشنبې په ورځ د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين پېل شوی دی.
د بلوچستان صوبې د پوليو ضد پروګرام د بېړني مرکز د رابطه کار راشد رزاق په وېنا په دې پينځه ورځني کمپاين کې به د پينځه کالو نه کم عمر د 25 لکه پورې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکولی شي.
په پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو 79 پېښې مخې ته راغلي چې پکې 23 په بلوچستان صوبه کې رپورټ شوي دي.
په پاکستان کې د پوليو پرضد کار کوونکي چارواکي وايي د دوی پر وړاندې د پوليو څاڅکو ورکولو په لړ کې غټه ستونزه د ميندو پلارانو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو نه انکار کول دي.
د راشد رزاق په وېنا د پوليو پرضد مبارزه کې ميندې پلاران، سياستوال، علما کرام او انتظام ښه کردار لوبولی شي او د دوی مثبت سوچ، رويې او مرستې د پوليو ضد کمپاين کاميابولی شي.
نوموړي په رسنیو، اولس او ټولو وګړو غږ کړی چې د پوليو د وايرس ضد کمپاين په کاميابولو کې خپل رول ولوبوي او ماشومان د مستقل معذورۍ نه بچ کړي.