د امریکې د ملي امنيت شورا په افغانستان کې د القاعده د مهم مشر ابومحسن المصري د وژلو په کاميابو عملیاتو د افغان ځواکونو ستاينه کړې ده.
امریکا ويلي د القاعده پرضد جګړه کې د المصري لرې کول ښه خبر دی چې په افغانستان کې د دغه ډلې خوندي ځايونه لرې کولی شي.
امریکې په افغانستان کې د دغه مهم مشر د وژنې تاييد کړی او دغې ته يې غټه ضربه ويلې ده.
د وي او ای د خبر ترمخه امریکايي چارواکي د ګل په ورځ د نوم نه ښکاره کولو په شرط د ابومحسن المصري د وژنې تاييد کړی او ويلي يې دي امریکايي ځواکونو په غزني کې د عملياتو په وخت د افغان ځواکونو مرسته کړې ده.
د القاعده د مشر د وژنې په اړه امریکا دوه ورځې وروسته له هغې بيان جاري کړی چې د افغانستان د ملي امنيت ادارې [اېن ډي اېس] د خالي/ شنبې په ورځ ناوخته په ټويټر د القاعده د هند د نیمې وچې د مهم د مشر د وژنې ویلي ؤ.
اېن ډي اېس ويلي ؤ المصري د القاعده اېمن الظواهري ته نزدې تن دی.
اېن ډي اېس په غزني ولایت کې په ځانګړو عملیاتو کې د هند د نیمې وچې دپاره د القاعده ترهګرې شبکې دوهم مشر ابومحسن المصري د وژلو ويلي ؤ.
د ملي امنیت ادارې د ابومحسن المصري درې بیلابیل عکسونه خپاره کړي وو.
د افغانستان صدر اشرف غنی د افغان ځواکونو په لاس په غزني کې د القاعده د مهم مشر ابومحسن المصري د وژنې عمليات ستايلي دي.
اشرف غني ویلي په غزني کې د القاعده د مهم مشر وژنه دا ثابتوي چې ترهګري اوس هم د افغانستان، سيمې او نړۍ دپاره ګواښ دی.
افغان صدر ویلي، "د القاعده د مهمو غړو او نورو ترهګرو ډلو موجودګي ښايي چې طالبانو تراوسه پورې د دغو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي، افغان اولس او نړۍ ته دروغ وايي".