لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکايي خبريال او نورو په تښتونه کې ککړ افغان وګړی نيول شوی
تازه خبر

د امریکايي خبريال او نورو په تښتونه کې ککړ افغان وګړی نيول شوی


د امریکې د انصاف محکمې ویلي د کال 2008م د نومبر په مياشت کې د نيويارک ټايمز امریکايي خبريال او دوه افغانانو په تښتولو کې ککړ افغان وګړی نيول شوی دی.

د انصاف محکمې ويلي 44 کلن حاجي نجيب الله د يوکراين څخه نيول شوی او امریکا ته منتقل کړی شوی چې د هغه پرضد جوړو مقدمو ته مخامخ شي.

په نجيب الله شپږ تورونه دي چې پکې اغوا، د اغوا جوړولو سازش، تښتول، د تښتولو سازش او دوه نور د مشين ګن [ټوپک] د تشدد دپاره په خپله قبضه کې ساتلو دي.

د محکمې په بيان کې ويل شوي چې امریکايي خبریال ډېوډ روهډ او افغان خبريال طاهر لودين اووه مياشتې وروسته په کال 2009م کې د جون په مياشت کې د هغه د بند څخه تښتېدلي او ډرائيور يې اسدالله منګل نه ؤ تښتېدلی.

نجيب الله او ملګرو يې په تښتول شوؤ کسانو څو ځله ټیليفونونه کړي او ويډيو جوړې کړي چې د خپلوانو څخه مدد وغواړي او دغه ويډیو به يې په داسې حال کې جوړې کړې وې چې د دوی نه چاپېره به په پټ مخ ټوپکې په لاس کسان ولاړ وو.

سرپرست/ قايم مقام اټارني جنرل اوډرې سټارس ويلي نزدې 12 کاله وړاندې دغه تن د ټوپک په زور تښتولي کسان د اووه مياشتو نه د زياتې مودې پورې يرغمال ساتلي وو.

د نجیب الله په اړه نور تفصيل نه دی ورکړی شوی خو يواځې ویل شوي چې د يوکراين نه امریکا ته منتقل کړی شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG