لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا او روسیه کې کورونا په بې ساري ډول په زیاتېدو ده


واشنګټن – د سپینې ماڼۍ د کورونا کاري ځواک د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په دغه هېواد کې په ځانګړي توګه په لویديځه برخه کې کورونا په ډېرې چټکۍ سره خپرېږي.

د رویټرز خبري رسنۍ په راپور کې وړاندې راغلي دي،‌ چې د کاري ځواک غړي د کورونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د سختو ګامونو اخېستلو وړاندیز کوي.‌

په امریکا کې تر زیارت یا پنجشنبې پورې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۹.۲ میلینه او د مړو شمېر له ۲۳۴۰۰۰ څخه زیات شوی دی.‌

د کاري ځواک یو مخکښ غړي ډاکټر انتوني فاچي د امریکا سي ان بي سي ته د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې په امریکا کې د کورونا وایرس خپرېدل غلط لوري ته روان دي.‌

فاوچي وویل، په ۴۷ ایالتونو کې د کورونا پېښې په زیاتېدو دي او زیاته یې کړه، "کچېرې څېزونه بدل نشي، که دا د اوس په څېر همداسې دوام وکړي نو په دې هېواد کې به د پېښو، مړینو او په روغتون کې د بستر کېدونکو کسانو د زیاتوالي له امله زیات درد رامنځ ته شي."

د رویټرز د راپور له مخې، لږ تر لږه په اوو ایالتونو کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ریکارډ په توګه د کورونا پېښې زیاتې شوې دي.

روسیه:

روسیې هم د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د کورونا له امله د ریکارډ په توګه د زیاتو کسانو د اخته کېدو او مړه کېدو راپور ورکړی.

دا په داسې حال کې چې د کرېملن چارواکو په دې وروستیو کې ویلي وو چې د کورونا وایرس د کنټرول لاندې دی.

د روسیې د کورونا کاري ځواک یواځې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د کورونا د ۱۷۷۱۷ پېښو او ۳۶۶ مړینو راپور ورکړی.

دغه راز په روسیه کې تر اوسه پورې له ۱.۵ میلین زیات کسان په کورونا اخته او ۲۷۳۰۱ تنه مړه شوي دی.‌

روسیه تر اوسه پورې په نړۍ کې د کورونا د زیاتو پېښو له پلوه له امریکا، هند او برازیل وروسته څلورم هېواد دی.

که څه هم د کرملن ویاند وویل، چې د کورونا په پېښو کې د بې ساري زیاتوالي له امله د هېواد په روغتیا سیستم باندې زیات فشار راغلی خو د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین د زیارت په ورځ ډاډ روسانو ته ډاډ ورکړ چې د پسرلي په څېر به یو ځل بیا لاک ډاون و نه لګېږي د کوم له امله چې اقتصاد ته سخت تاوان رسېدلی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG