لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا او نړۍ کې د کورونا وروستی حال


واشنګټن - په نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۴۶.۸ میلیونو او د مړو شمېر ۱.۲ میلینو څخه زیات شوی.

په امریکا کې پرې د اخته کسانو شمېر له ۹.۴ میلیونو او د مړو شمېر له ۲۳۶۰۰۰ څخه اوختی دی.

په ورته وخت کې د کورونا د واکسین په ډګر کې هم هلې ځلې ګړندې شوې دي.

په امریکا او نړۍ کې د کورونا له وروستي حال څخه به مو زمونږ همکار مجاهد جواد خبر کړي.

برتانیه د یکشنبې یا اتوار په ورځ نهم هېواد شو چې د کورونا پېښې پکې تر یو میلیون څخه زیاتې شوې.

د جان هاپکنز د پوهنتون د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، په برتانیه کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۱۰۱۴۷۹۴ او د مړو شمېر له ۴۶۶۴۵ څخه زیات شوی دی.‌

د برتانیې لومړي وزیر بورېس جانسن چې د اونیو راهیسې یې په ټول هېواد کې د لاک ډاون لګولو سره مخالفت کاوه بلاخره د کورونا د پېښې له زیاتوالي سره یې د فرانسې، جرمني او بېلجیم په څېر په ټول هېواد کې لاک ډاون ولګاوه.

په برتانیه کې نوی لاک ډاون به د زیارت یا پنجشنبې له ورځې ورځې تر یوې میاشتې پورې پر ځای وي.

په وېلز کې تېره اونۍ لاک ډاون لګېدلی وو او د سکاټلېنډ رهبرانو ویلي، راتلونکې څو ورځې به ددغه هېواد لپاره بحراني وي چې له لاک ډاون سره مخالفت وکړي.‌
که څه هم ښونځي، پوهنتونونه، او محکمې به پرانېستې وي. دغه راز رغنیزې چارې به هم پرانېستې وي خو غیر ضروري دوکانونه، رستورانټونه او بارونه به تړلي وي.

د کارونو مشران به خپل کار کونکي هڅوي چې له کورونو څخه کار وکړي.

په ورته وخت کې امریکا اوس هم په نړۍ کې د کورونا د زیاتو پېښو له پلوه په نړۍ کې لومړی هېواد دی.

د جان هاپکنز د شمېرو له مخې په امریکا کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له نهو میلیونو څخه اوړي او په یوه شپه او ورځ کې پرې د کورونا د نویو پېښو شمېر له ۸۰۰۰۰ او د مړو شمېر له ۸۵۰ څخه زیات شوی دی.

امریکا پسې د کورونا تر ټولو زیاتې پېښې په هند، برازیل، روسیې، فرانسې، هسپانیې، ارجنټاین، کولمبیا او برتانیه کې دي. په دغو هر یوه هېواد کې د کورنا پېښې له یو میلیون څخه اوختي دي.

د کورونا د پېښو د زیاتوالي له امله د نړۍ نور مشران هم د لاک ډاون په نویو ګامونو باندې غور کولو ته اړ کړي دي.

په یونان کې لومړي وزیر ویلي، چې بارونه، کافې ګانې، سینماګانې او جېمونه به د نهې له ورځې تړل کېږي.

اکثره اغېزمن ځایونه د یونان په شمال ا اتنز کې دي.

دغه راز بلجیم هم د جمعې په ورځ نیمه لاک ډاون لګولی ځکه دغه هېواد د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو ترمنځ سخت ځپل شوی.

ځکه په بلجیم کې د ټولو وګړو یا نفوس په شمېر د کورونا پېښې زیاتې دي. دا په معنی چې په هرو یو لک کسانو کې پرې ۱۶۰۰ کسان په کورونا اخته دي.

ددې په پرتله بیا په هسپانیې، ایټالیا کې دغه نسبت درې چنده کم دی. ددې ترڅنګ په بلجیم کې روغتونونه نېږدې ډک شوي دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون په ټول هېواد کې د جمعې له ورځې لاک ډاون اعلان کړی چې رسټورانټونه، کافې ګانې، بارونه او نور ټول غیر ضروري کاروبارونه به تړلي وي.

د جرمني چانسلرې انګېلا مېرکل ورته ګامونه اخیستې او سر د ګل یا دوشنبې څخه به عملي کېږي خو ښونځي به په دواړو هېوادونو کې پرانېستې وي.

په ایران کې هم له کورونا څخه د ورځنیو مړو شمېر د اتوار یا یکشنبې په ورځ ۴۳۴ ته ورسېده چې دا یو نوی ریکارډ دی خو یو روغتیايي چارواکي یې ویلي، چې له کورونا څخه اصلي شمېر مړینه له رسمي شمېر څخه درې چنده زیاته ده.

د ایران د روغتیا د وزارت ویاندې سیما سادات لاري دولتي ټي وي ته ویلي، چې په دغه هېواد کې په کورونا باندې د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۳۵۲۹۸ ته رسېدلی چې په دې توګه په منځني ختیځ کې تر ټولو زیات په کورونا باندې ځپل شوی.

دغه راز د دوی په وینا په کورونا باندې د اخته کسانو شمېر له ۶۲۰۰۰۰ څخه اوختی دی.

د برتانیې او سویډن درمل جوړونکې کمپنۍ اسټرا زېنېکا د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویلي دي، د برتانیې روغتیايي تنظیم کونکو خپل کورونا وېایرس واکسین چټکه بیا کتنه پیل کړې ده.

دغه تګلاره د دې لپاره غوره کېږي چې د روغتیايي بیړني حالت په صورت کې د درملو او واکسینو ارزونه وکړي.‌

د اسټرا زېنېکا واکسین د برتانیې له اکسفورډ پوهنتون سره په ګډه جوړ شوی او دې ته ورته د فایزر کمپنۍ لخوا هم د واکسین چټکه کتنه پیل شوې ده.

دواړه واکسینونه د کورونا د واکسین په ډګر کې مخکښ بلل کېږي او جانسن انډ جانسن او مډرنا لخوا هم جوړ شوي واکسینونه د ازمېښت په وروستي پړاو کې دي.

بلو پلو اروپايي هېوادونو په ورته وخت کې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي دي چې د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او ته زیات واک ورکړي چې په خپلواکه توګه د کورونا د خپرېدو په اړه څېړنې وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG