لاس رسیدونکی لینک

 
بلوچستان: د افغانستان سره په پوله برید کې د پاکستانۍ ملېشې سرتيری وژل شوی
تازه خبر

بلوچستان: د افغانستان سره په پوله برید کې د پاکستانۍ ملېشې سرتيری وژل شوی


د پاکستان پوځ ويلي د افغانستان سره په پوله د بلوچستان صوبې د ژوب په منزه کۍ سېکټر کې د افغانستان د لوري نه د ترهګرو په بريد کې د ملېشې [فرنټئير کروپس] يو سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

پوځ ویلي د پولې د پورې غاړې نه ترهګرو بريد کړی دی.

د پېښې په اړه د نهې/ سه شنبې په ورځ جاري شوي بيان کې ویل شوي، په بريد کې 22 کلن نايک فخر عباس وژل شوی دی.

د پاکستاني طالبانو تحريک د بريد زمه واري منلې، د دوه سرتيرو د وژلو، د پوستې او ګاډو او وسلې په قبضه کې اخستو دعوه يې کړې ده.

پاکستان ويلي تل يې د افغانستان سره د پولې د انتظام مسله راپورته کړې چې د پولې د پورې غاړې نه د ترهګرو مخنیوی وشي.

د افغانستان لخوا د يادې پېښې په اړه په سمدستي ډول کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.

د پاکستان او افغانستان لخوا وخت په وخت داسې خبرونه مخې ته راځي چې په پوله د يو بل د لوري نه بل لوري ته بريدونه کیږي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په 28م اکتوبر د ملاکنډ سفر کړی او پوځ ته يې په ملک کې د ترهګرۍ د پېښو کېدو وروسته د بېدار پاتې کېدو لارښوونه کړې وه.

نوموړي دغه سفر په پېښور کې په مدرسه کې د چاؤدنې يوه ورځ وروسته کړی ؤ.

تېره مياشت هم د پاکستان پوځ ويلي ؤ، ترهګرو په باجوړ کې د پاکستان او افغانستان په پوله د پورې غاړې نه په پوځي چيک پوسته بريد کړی، حوالدار تنوير پکې وژل شوی او یو سرتيري پکې ژوبل شوی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG