لاس رسیدونکی لینک

 
دکرونا دویمه څپه:پاکستان کې دتعلیمي ادارو د نه تړلو پرېکړه شوې
تازه خبر

دکرونا دویمه څپه:پاکستان کې دتعلیمي ادارو د نه تړلو پرېکړه شوې


پاکستان کې د کرونا وایرس د دویمې څپې په چټکتیا سره د خوریدو باوجود هم حکومت پرېکړه کړې ده چې په ګرد هیواد کې به تعلیمي ادارې پرانستې پرېښودل کیږي.

د زیارت په ورځ دتعلیم دمرکزي وزیر شفقت محمود په مشرۍ د څلورو واړو صوبو دتعلیم د وزیرانو غونډه کې دهیواد دننه په دې وروستیو کې دکرونا دپېښو سیوا کیدو جاج اخستل شوی دی.

رسنۍ وایي دتعلیم د وزیرانو په دې غونډه کې پرېکړه شوې ده چې تعلیمي ادارې به نه تړل کیږي خو ددې ترڅنګ د کرونا نه د ځان ساتلو په غرض په سپارښتنو د عمل کولو ټاکید هم شوی دی.

تر دې دمخه چې کله سږکال په پاکستان کې کرونا وایرس په چټکتیا سره خور شوی اؤ په لکونو خلک یې اغیزمن کړي وؤ نو حکومت په ټول هیواد کې تعلیمي ادارې قابو تر اوو میاشتو تړلې وې خو په ۱۵م ستمبر یو ځل بیا تعلیمي ادارې پرانستل شوي دي.

تر دې دوه ورځې دمخه دپاکستان وزیراعظم عمران خان هم اعلان کړی ؤ چې د کرونا وایرس دخوریدو له امله به دا ځل هیواد کې کارخانې اؤ کاروبارونه نه تړل کیږي.

همدا شان ټاکل شوې ده سبا دجمعې د ورځې نه دلاهور په رائیونډ کې کلیزه تبلیغي اجتماع پیل کیږي چې هغې کې هم دپنجاب حکومت 54000 کسانو ته د ګډون اجازه ورکړې ده.

دتیرو څو ورځو راهسې پاکستان کې هره ورځ دسوؤنو په شمیر دکرونا مثبتې پېښې رامخته کیږي اؤ 26 کسان په تېر شوا روز کې په دې وایرس مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا څخه د ټولو مړينو شمېره 6893 ته سېوا شوې ده.

تر دې مهاله هیواد کې په درې لکه 38زره 875 کسانو کې د کرونا وايرس مثبت مالوم شوي چې ترې درې لکه 16زره 665 کسان بېرته روغ شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه دا وخت په ملک کې په کرونا وایرس اخته 827 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

ډاکټران اؤ دصحت محکمې چارواکي پرله پسې لارښوونه کوي چې د کرونا وایرس نه دځان ژغورلو دپاره ضروري ده چې د ګڼې ګوڼې ځائ ته د ورتګ اؤ یو بل سره په لاس ستړي مشو نه ډډه وکړي اؤ ماسک اؤ سینټائزر وکاروي.

خو څېړونکي وایي چې پاکستان کې په دې سپارښتنو عمل اوس ډير کم شوی دی همدا لامل دی چې د کرونا وایرس یو ځل بیا په چټکتیا سره د هیواد بیلابیلو برخو کې سر راپورته کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG