لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په ماسک نه اچولو جرمانه لګول شوې، راپور


په پاکستان کې د کرونا وبا د مخنيوي او انتظام دپاره جوړ ملي مرکز [نيشنل کمانډ اېنډ کنټرول سنټر/ اېن سي او سي] پرېکړه کړې چې په ملک کې د کرونا وایرس دوېمې چپې ته په کتو نوې لارښوونې يا د احتياطي ګامونو ويل شوي چې پکې په ماسک نه اچولو 100 روپۍ جرمانه لګول شوې ده.

ډان ورځپاڼې د یو چارواکي له قوله دغه خبره کړې او ویلي يې دي سرکاري او غېر سرکاري دفترونو ته ویل شوي چې نيمه عمله به يې دفتري کار د کوره کوي.

ويل شوي په 16 ښارونو کراچۍ، لاهور، اسلام اباد، راولپنډۍ، ملتان، حېدر اباد، ګلګت، مظفراباد، ميرپور، پېښور، کوټه، ګوجرانواله، ګجرات، فېصل اباد، بهاولپور او اېبټ اباد کې د کرونا وايرس پېښې سېوا کيږي.

د دې ترڅنګ د 20 نومبر نه د ودونو په هالونو کې د بندېز سره صوبو ته په نوؤ احتياطي تدابيرو د عمل کولو لارښوونه شوې او زياته کړی شوې 100 روپۍ به په ماسک جرمانه په داسې ډول وي چې په 100 روپو کې به درې ماسکونه ورکول کیږي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس په لړ کې د احتياطي ګامونو لارښوونې په داسې حال کې شوي چې په ملک کې په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس له امله نور 20 تنه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د دې وايرس نه د مړو ټوله شمېره 6943 ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تېرو 24 ساعتونو کې په ملک کې نورو 1502 کسانو ته د کرونا وایرس ورپورې شوي دي.

د شورو/ چارشنبې په ورځ د پلانونو وزیر اسد عمر په مشرۍ د اېن سي او سي په غونډه کې ويل شوي ؤ چې په بازارونو، نورو سوداګريزونو مالونو، عامو ګاډو او رېسټورانټونو کې دې ماسکونه اچول لازمي شي او د کرونا څخه د ژغورنې نور احتياطي تدابير دې عملي کړی شي.

په غونډه کې دا پرېکړه هم شوې وه په سرکاري او غېر سرکاري دفترونو کې به هم ماسک اچول لازمي وي.

په داسې حال کې چې د حکومت لخوا په ملک کې د کرونا وايرس د مخنيوي او ژغورنې دپاره لارښوونې او د احتياطي ګامونو ويل کيږي، پرون د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا په سوات کې د حکومتي واکمنه ګوند تحریک انصاف د ګڼو خلکو يوه غونډه شوې چې وزیراعظم عمران خان ورته په خپله ورغلی او دغه غونډې ته يې وېنا کړې ده.

په ياده غونډه کې د کرونا په اړه د احتياطي ګامونو نه اخستو باندې په ټولنیزو رسنيو سخت ټکونه شوي چې حکومت په خپله په خپلو لارښوونو او احتياطي ګامونو عمل نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG