لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار کې ځانمرګي بريد مرګ ژوبله اړولې


د افغان چارواکو په وېنا د کندهار په ميوند ولسوالۍ/ ضلع کې د پوليس مرکز سره نزدې چاؤدنه شوې، پوليس ویلي دا د موټر د لارې ځانمرګی بريد شوی چې پکې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او 36 نور ژوبل شوي دي.

د وي او ای اشنا ترمخه په چاؤدنه کې اته تنه وژل شوي دي.

د چارواکو په وېنا په بريد کې د 20 پورې پوليس ژوبل شوي او په ملکي وګړو کې په مړه شوؤ کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

چارواکو ویلي دغه چاؤدنه تېره شپه شوې او عام ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سیاسي سلاکار جاوېد فېصل په ټویټر ویلي، تېره ورځ د طالبانو په بريدونو کې په کندهار، غزني او کندز کې لږ تر لږه 36 کسان ملکي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي چې زیاتره یې ماشومانو او ښځې دي.

هغه ويلي، د دوحې لوظنامه ناکامه شوې چې خپل اهداف ترلاسه کړي د افغانانو ژوند وژغوري او سوله راولي.

طالبانو په سمدستي ډول دغه بيان ته کوم غبرګون نه دی ویلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG