لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا او نړۍ کې د کورونا وروستی حال


واشنګټن- په امریکا کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر د ګل یا دوشنبې په ورځ له لسو میلیونو څخه واوښت په داسې حال کې چې دغه هېواد د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله ډېر د کورونا د پېښو له زیاتوالي سره مخ دی.

د تېرې اونۍ په اوږدو کې په امریکا کې هره ورځ په منځنۍ توګه د کورونا یو لک پېښې رامنځ ته شوي چې دا د تېرې میاشتې په پرتله په شمېر کې دوه چنده زیاتوالي ښيي.

دغه راز په امریکا کې هره ورځ له کورونا څخه کابو ۹۰۰ کسان مړه کېږي.

منځني لویدیځ ایالتونه تر ټولو سخت په کورونا ځپل شوي او په روغتون کې د بستر شویو ناروغانو شمېر د ریکارډ په ډول زیات شوی دی.

د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بایډن به د ګل یا دوشنبې په ورځ د کورونا له کاري ځواک سره ګوري په داسې حال کې چې دده اداره به په جنورۍ کې د واک د اخېستلو سره سم د کورونا په وړاندې جګړه پیلوی.

ټاکل شوې ده چې دی به د کوېډ ۱۹ د ماتولو لپاره د خپلو پلاونونو په اړه هم خبرې وکړي.

په ورته وخت کې مرستیال ولسمشر مایک پېنس چې په اوسنۍ اداره کې د کورونا د غبرګون د چارو مشري کوي د اکټوبر له ۲۰ نېټې راهیسې د لومړي ځل لپاره له خپل کاري ځواک سره غونډه وکړي.

په نوره نړۍ کۍ:

د کورونا پېښې په نوره نړۍ کې هم په زیاتېدو دي او په اروپا کې ځینو حکومتونو د وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لاک ډاون هم لګولی دی.

په ټوله نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له پنځوسو میلیونو څخه اوښتی، ۱.۲ میلیونه یې مړه شوي او نېږدې ۳۳ میلیونه یې بېرته ښه شوي دي.

د وګړو د شمېر په تناسب تر ټولو زیاتې پېښې تېره اونۍ په چېک جمهوریت، بلجیم، فرانسې، اسټریا او ایټالیا کې رامنځ ته شوې دي.

په دغه کتار کې سوېتزلېنډ هم مخکې دی او د یکشنبې یا اتوار په ورځ یې د پوځ تر ۲۰۰ زیات ریزو کسان ګمارلي تر څو د هغو روغتونونو سره مرسته وکړي کوم چې د زیاتو ناروغانو د بستر کېدو له امله تر فشار لاندې دي.

پرتګال یو بل سخت ځپل شوی هېواد دی چې سر د ګل یا دوشنبې څخه به پکې د شپې لخوا ګرځبندیز لګول کېږي.

په پولېنډ کې د کرونا د پېښو له زیاتوالي سره د وارسا ښاروال دې ته اړ شوی چې د شورو په ورځ د ازادۍ کلنی مارش کنسل کړي.

په سلواکیا کې د شنبې یا خالي په ورځ د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په ټول هېواد کې د کورونا دوهمه دومره ټېسټونه ترسره شول چې تر نیم میلیون زیات کسان پکې تر غرمې پورې ټېسټ شول.

د تېرې اونۍ په رخصتیو کې تر ۳.۶ میلیونو زیات کسان ټېسټ شوي وو چې دا د هېواد د نفوس دوه په درې برخه جوړوي.

واکسینونه:

په داسې حال کې چې د کورونا وایرس د واکسین په ډګر کې کار روان دی، ګڼۍ کمپنۍ د خپلو واکسینونو کلینیکي ازمېښت کوي تر څو د واکسین خوندیتوب او اغېز معلوم کړي.

ارجنټاین وروستی هېواد دی چې له اسټرازېنېکا سره موافقې ته رسېدلی چې د دوی د کاندید واکسین ډوزونه ترلاسه کړي.

ددغه تړون له مخې، باید ۲۲ میلیونه ډوزه واکسین د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمايي کې واستول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG