لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امرالله صالح وايي په کابل پوهنتون د بريد جوړؤنکی يې نيولی


د افغانستان نایب صدر امرالله صالح وايي په کابل پوهنتون چې چا د بريد پلان جوړ کړی هغه تن يې نيولی دی، هغه ويلي که زه دا اووايم چې دا داعش دی نو په دې کې حزب التحرير، طالبان او داعش دا دوی کار دی خو دوی اصل تن نيولی دی.

هغه په فېس بک پاڼه ويلي په بدلو وختونو کې دې ته بدل نومونه ورکړی شوي خو د بريد جوړؤنکی عادل نيول شوی دی.

د امرالله صالح په وېنا بريد جوړؤنکي د درېمې درجې پورې يې د شريعت د پوهنځي نه زده کړي دي.

هغه ويلي، دی وروسته د حقاني شبکې د پخواني غړي ثناالله څخه متاثره شوی او هغه د ځان سره بوتللی ؤ او دغه کار هغه کړی دی.

صالح زیاته کړې بريد جوړؤنکي ته ويل شوي چې د دوی حکومت د فشار لاندې راولي او دوی د خلکو په وړاندې بدنامه کړي.

د عادل په اړه يې ويلي د کورنۍ تعلق يې د پنجشېر سره دی او دا وخت په پلې چرخي کې اوسيږي.

صالح دا هم ويلي عادل ته ټوپک حقاني شبکې په خوست کې ورکړی او ثناالله ورته لارښوونه کوله.

په کابل پوهنتون په دوېم نومبر وسله وال بريد شوی چې پکې د چارواکو په وېنا 22 تنه وژل شوي او د 22 نه زيات پکې ژوبل شوي وو.

امرالله صالح د دغه بريد زمه واري په طالبانو اچولی خو طالبانو په ياد بريد کې لاس لرل رد کړي وو.

د ياد بريد زمه واري داعش منلې وه.

XS
SM
MD
LG