لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د کرونا دوېمه چپه: نور 32 تنه يې مړه کړي


په پاکستان کې په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس له امله نور 32 تنه مړه شوي او نور 2443 کسان په کرونا وايرس اخته شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا وایرس نه تراوسه پورې 7141 کسان مړه شوي دي.

ويل شوي په ملک کې په کرونا وايرس اخته کسانو کې دا وخت 1377 داسې دي چې روغتيايي حالت يې خطرناک دی.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې تراوسه پورې درې لکه 56زره 904 کسان په کرونا اخته شوي او ویل شوي درې لکه 23 زره 225 کسان ترې ښه شوي هم دي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس نه تر ټولو زياتې مړينې په سيند صوبه کې شوي، دې وايرس 2738 کسان مړه کړي او هم په دې صوبه کې په يو لک 54زره 738 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي خو ويل کيږي يو لک 42زره 417 ترې ښه شوي هم دي.

کرونا وايرس په پنجاب کې 2471 کسان مړه کړي يو لک 9993 ته دا وايرس لګيدلي او په خېبرپښتونخوا کې ترې 1309 کسان مړه شوي او 41زره990 ترې اغېزمن شوي دي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون ترمخه کرونا وایرس د نړۍ په 191 ملکونو کې پينځه کروړه، 39 لکه، 27زره 158 کسان اغېزمن کړي او 13لکه 11زره 192 يې مړه کړي دي.

د کرونا وايرس تر ټولو زیاتې پېښې په امریکا کې مخې ته راغلي دوه لکه 45زره 598 کسان يې مړه کړي او لس لکه 90 زره 3890 کسانو ته دا وايرس ورپورې شوي دي.

کرونا وايرس په برازيل کې يو لک 65 زره 658 کسان او په هند کې يې يو لک 29زره 635 کسان مړه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG