د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، په وروستيو کې په هلمند کې په نښتو کې 152 پاکستاني طالبان هم وژل شوي دي.
د وي او اشنا ترمخه دغه خبره د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارين د اتوار/ يکشنبې په ورځ په خبري غونډه کې کړې ده.
طلوع نيوز ویلي ارين په هلمند او کندهار کې د 70 طالب کمانډرانو د وژلو ويلي او د هغو تفصيلات يې وړاندې کړي خو د خبر ترمخه طالبانو دغه بيان رد کړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند د پاکستاني جنګیالو خبره په داسې حال کې کړې چې د خالي/ شنبې په ورځ 14 نومبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي او د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار په يوه ګډه خبري غونډه کې ویلي ؤ،
داسې اسناد لري چې هند په پاکستان کې ترهګري کوي او هند د دغه کار دپاره په افغانستان کې خپل سفاتکار کاروي.
بابر افتخار ویلي داسې اسناد دي ورسره چې د نوموړي په وېنا د بېنکونو د لارې د ملینونو ډالرو لېن دېن، آډیو پېغامونه او د هندوستان استخباراتي اېجنټانو او د افغانستان په خاوره موجود پاکستاني غېرقانونه تندلارو ترمنځ د رابطو ثبوتونه دي.
د هغه په وېنا دغه ثبوتونه ښکاره کوي چې افغانستان کې د هند سفارت او د پاکستان د سرحدي پولې سره نزدې هندي قونصلګرۍ د پاکستان خلاف د ترهګرو مرسته کولو مرکزونه جوړ شوي دي.
پوځي ویاند زیاته کړې افغانستان کې د هند سفارتکاران په باقاعده توګه د پاکستان دننه ترهګر ګامونو څارنه کوي.
د هند لخوا پاکستاني تورونو ته سمدست ځواب مخې ته نه دی راغلی خو افغانستان دغه دعوې رد کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي په افغانستان کې د هند د ترهګرۍ مرکزونو د شتون په هکله د پاکستان د پوځ دعوې په کلکه ردوي او د ملګرو ملتونو نه یې غوښتلي، چې په دې اړه پلټنې وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه د پاکستاني چارواکو وروستۍ ادعاوې هم بې اساسه بللي دي.