لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په تربت سيمه کښې ملاعمرايراني د پوليسو په ډزو وژل شوی


د بلوچستان پوليس وايي د صوبې په سرحدي سيمه تربت کې په ډزو کې د ملا عمر ايراني په نوم تن د دوه نورو کسانو سره وژل شوی دی.

د سيمې پوليس وايي چې وژل شوي درې تنه په سېټلايټ سيمه کښې په يوه موټر کې راروان وو، پوليسو يې د ودرولو هڅه وکړه چې ورباندې ډزې وشوې په جوابي ډزو کې درې تنه ووژل شو.

د تربت د پوليسو يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او ای ډيوه ته وويل چې په وژل شوو کې ملاعمر ايراني او د هغه دوه زامن حسن او حسېن شامل دي.

ياده سيمه له کويې د اته سوه کيلوميتره لرې پرته سيمه ده او د ايران پولې ته نزدې پرته ده.

د پېښې په اړه وي او ای ډیوه د صوبايي حکومت له د اطلاعاتو له مشيرې بشرا رند سره د ټليفون له لارې د تماس نيولی خو جواب ورته نه دی ویل شوی.

د ايران خبري ادارې ارنا په خپور شوي خبر کې ويلي، چې ملاعمر ايراني د سيستان بلوچستان اوسېدونکی و او د ناقانونه ګرځول شوې وسله واله ډلې جېش العدل سره يې تړاو درلود.

ځيني راپورونه وايي، چې ملا عمر د ايران امنيتي ځواکونو ته مطلوب کس ؤ او له تېرو لس کلونو راهسې په بلوچستان پاکستان کې مېشت وو.

يادې وسله واله ډلې په تېرو وختونو کې په ايران کې په امنيتي ځواکونو د بريدونو ذمه داري قبوله کړې وه.

د تربت د پوليسو د چارواکو په خبره ملاعمر سره له خپلې کورنۍ د تربت په سېټلايټ ټاون کښې ژوند کاوه. پوليسو زياته کړه، چې دوی په دې خبروو، چې ملاعمر ايران ته مطلوب وو خو البته دوی په دې هکله کوم دستاويزات نه لري.

د ملا عمر د وژنې پېښه په داسي وخت کې رامنځته شوې چې تېره اوونۍ اسلام اباد ته د ايران د خارجه چارو وزير جواد ظريف سفر کړی و.

ځيني راپورونه دا هم وايي چې تېرکال په ملاعمر د ايراني ځواکونو له لوري د ميزايل بريد شوی و او د دې ترڅنګ د نوموړي يو ورور ته په ايران کې پهانسي ورکړل شوې او بل بيا د ايراني ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی.

خو د دې راپورونو په ازاده توګه پخلی نه دی شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG