لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې سږ په نهو میاشتو کې 38 ښځې د ننګ پر نامه وژل شوې دي


کوټه ــــ په بلوچستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې غیرسرکاري اداره عورت فاونډېشن وایي په صوبه کې د روان کال په نهو میاشتو کې پر ښځو د تشدد 69 پېښې ثبت شوې دي وایي په هغه کې 38 میرمنې او 8 نارینه وژل شوي چې 14 مېرمنې او اته نارینه د ننګ او ناموس په تور وژل شوي‌ دي.

د عورت فانډېشن مشر علاو الدین خلجی وایي "شپږ ښځې تښتول شوې او له شپږو سره جنسي تېری شوی دی، درو میرمنو د کورنيو شخړې له امله ځانوژنه کړې ده. پر ښځو د تېزابو شيندلو هم درې پېښې رپوټ شوې دي ".

عورت فاونډېشن د نومبر له 25مې د دسمبر تر لسمې د 16 ورځو د پوهاوي کمپاین پیل کړی، چې هدف یې په مختلفو څانګو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کمول دي.

هر کال دغه کمپاین د نومبر په 25مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاﺭه پیل کیږي او د دسمبر پر لسمه د بشري حقونو تر نړیوالې ورځې پورې دوام لري.

د عورت فاونډېشن بلوچستان مشر علاوالدین خلجي وویل، "په کورني کچه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د عامه پوهاوي او په ټولنه کې د دوی سره مرسته کول دي."

علاو الدین خلجي د پارلمان له غړو وغوښتل چې د بلوچستان په ګډون د هیواد په لرې پرتو سیمو کې په ټولنه کې د ښځو د واکمنۍ لپاره خپل لازمي رول ولوبوي:

"سږ کال به زموږ هڅه وي چې د زیاتو زده کوونکو، پوهنتونونو، ښوونځیو او کالجونو نوی نسل د ښځو د حقونو په اړه خبر کړو. "

علاؤالدین خلجي وویل چې د پاکستان د نورو صوبو په شان په بلوچستان کې هم د ښځو د وضعیت په هکله صوبایي کمېشن باید ژر تر ژره جوړ شي. خلجی وایي‌ د کورونا له سوبه د کورني تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او دا قانون څلور کاله مخکې منظوﺭ شوی خو قواعد او پر هغه عمل نه شته:

"موږ د صوبایي حکومت نه دا غوښتنه هم کوو چې د کوشنیو نجونو د ودونو د مخنیوي په اړه قانون دې له بلوچستان اسمبلۍ منظوﺭ کړل شي".

د بلوچستان حکومت د اطلاعاتو لپاره پارلماني سیکریټرې بشریٰ رند وویل" د ښځو د قانون په اړه چې موږ دوې غونډې کړې دي اوس موږ د اپوزیشن له مشرانو سره مشوﺭه کوو چې دا بیا رد نه شي".

د غیردولتي موسسې همکارې روبینه بلوڅ وویل چې د بلوچستان په قبایلي نظام کې ډېر تور دودونه موجود دي:

"د پوهاوي کمپاین د دې لپاره مهم دی چې ښځې د خپلو کورونو څخه راووځي د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي. کورنۍ او ټولنه نجونو ته حق نه و ﺭکوي دلته د نجونو ولوﺭ، د ننګ په توﺭ وژنه او په قتل کې خوﺭ وﺭکول شامل دي خواست کوم چي حکومت دي دې ته کتنه وکړي".

عورت فاونډیشن د کرونا وایرس له سوبه سږ کال د خلکو د خبرتیا د شپاړس ورځني کمپاین زياته برخه د انټرنیټ له لارې تر سره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG