لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ وايي سپينه ماڼۍ به پرېږدي که بايډن د اليکټورل کالج ووټونه وګټل


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ويلي که منتخب صدر جو بايډن د اليکټورل کالج رایې/ ووټونه وګټي هغه به سپينه ماڼۍ پرېږدي خو ورسره يې د 3 نومبر په انتخاباتو کې د درغلۍ دعوې بيا تکرارکړي دي.

ټرمپ د زيارت/پنجشنې په ورځ [د شکرانې په ورځ] خبریالانو سره په خبرو کې وويل که چرته د اليکټورل کالج/ انتخابي کالج لخوا د ډېموکرېټ بايډن د ګټې اعلان کيږي او هغه په 20 جنورۍ سوګند پورته کوي هغه [ټرمپ] به سپينه ماڼۍ پرېږدي.

هغه ويلي په اوسنيو حالاتو کې ورته اعتراف کول ګران دي خو دا يې ونه ويل چې د بايډن په دستوره کې به ګډون وکړي که ونه کړي.

ټرمپ بې د کوم کره ثبوت وړاندې کولو بيا هغه دعوه کړې چې دا انتخابات جعلي ؤ.

بايډن د اليکټورل کالج 360 رایې ګټلي دي چرته چې د بريا دپاره 270 ووټونه پکار دي، او بل لور ته ټرمپ 232 رايې ګټلي دي.

ټرمپ چې تراوسه پورې په انتخاباتو کې په پوره ډول ماتې منل ردوي باوجود د دې چې خپل ريپبلکن ګوند يې پرې زور راوړي، خو تيره اوونۍ يې بايډن ته د اقتدار د انتقال دپاره رسمي اجازه ورکړې ده.

ټرمپ ویلي، "د 20 جنورۍ پورې به ډېر څيزونه وشي، په غټه کچه درغلي شوې مونږ لکه چې د درېمې نړۍ د هېواد په شان يُو".

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG