لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په صوماليه کې د "سي ايي ای" افسر وژل شوی


امریکايي مطبوعاتو ويلي په صوماليه کې په جګړه کې د امریکا د استخباراتي ادارې يو افسر وژل شوی دی، خو په دغه نور تفصيل نه دی ورکړی شوی.

نيويارک ټايمز ویلي، ياد تجربه لرونکی افسر د سي ايي ای د ځانګړو عملیاتو د مرکز غړی ؤ، کوم مرکز چې د امریکا د استخباراتو خطرناک عمليات/دندې ترسره کوي.

سي اېن اېن ويلي ياد افسر تېره اوونۍ په عملياتو کې ژوبل شوی او بيا يې ژوند د لاسه ورکړی دی.

سي ايي ای په دغه اړه ښکاره څه نه دي ويلي.

په صوماليه کې د امریکا د 700 پورې سرتيري شتون لري کوم چې صومالي ځواکونه تربيه کوي او د الشباب تندلارې ډلې پرضد عمليات کوي.

واشنګټن په کال 2008م کې الشباب ترهګر تنظیم ګرځولی دی.

د اندازې ترمخه الشباب د 5000 نه تر 9000 پورې جنګيالي لري کوم چې د صوماليه د حکومت پرضد لګيا دي، د افريقا يونين نزدې 20زره پوځي سرتیري د صوماليه د حکومت ملاتړ کوي.

ټايمز ویلي د امریکا وژل شوي افسر د ځانګړو ځواکونو د عملياتو تجربه لرله، له دې وړاندې هغه د امریکا د ايليټ سيل 6 غړی ؤ.

د ورځپاڼې ترمخه د امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ تلونکې انتظاميه غور کوي چې د صوماليه څخه خپل ټول ځواکونه اوباسي.

ټرمپ د خپل صدارت په سر کې پېنټاګون ته ويلي چې په جنګ ځپلو افریقايي هېوادونو کې د هوا او ځمکې د لارې په ازاد مټ پراخه عمليات وکړي.

خو د فرورۍ په مياشت کې د چارواکو لخوا په خپور شوي رپورټ کې ویل شوي ؤ چې د امریکا د هوايي بريدونو او ملاتړو افريقايي هېوادونو د عملياتو باوجود الشباب زياتېدونکی ګواښ دی او غواړي چې د امریکا په خاوره بريد وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG