لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان: له درو تښتول شویو پروفیسرانو دوه بیرته خوشي کړل شوي، یو وسلوالو وړی


کوټه ــــ د پوليسو په خبره د بلوچستان پوهنتون د براهوي څانګې مشر ډاکټر لیاقت سني بنګلزی او دوه نور پروفیسران د شنبه- خالي په ورځ د نامعلومو وسلوالو له لوري اغوا شوي دي خو چا یې د تښتونې ذمه واري پر غاړه نه ده اخیستې.

د مستونګ پوليسو يوه چارواکي وي او اې ډیوه ته د نوم نه اخيستلو په شرط وويل چې لیاقت سني له دوو نورو پروفیسرانو سره په خضدار کې د روانو ازموینې مرکزونو ته روان وو چې له کوټې 45 کیلوميټره لرې د مستونګ ضلعې په پيرنګ اباد سيمه کې په درو موټرانو کې سپرو اتو وسلوالو دوی اغوا کړل.

دغه چارواکی وایي وسلوالو وروسته دوه پروفیسران پروفیسر شبیر شاهواني او پروفیسر نظام شاهواني بیرته خوشي کړي، خو وايي ډاکټر ثني يې له ځانه سره نامعلوم ځای ته وړی دی.

د خوشي کړل شوو پروفيسرانو له لوري د مستونګ پوليس په تاڼه کې د نا معلومو وسلوالو پر ضد مقدمه درج کړل شوې ده خو تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نیول شوي نه دي.

د پوليسو د چارواکي په خبره په ايف ای آر کې ليکل شوي چې وسلوالو له پروفيسرانو څخه د شپږ کروړه روپيو تاوان غوښتنه کړې ده.

د پوليسو چارواکي زياته کړه چې د پېښې پلټنې روانې دي خو هغه وويل چې "دا خبره حيرانوونکې ده چې وسلوالو يوې خوا ته د ډاکټر سني دوه ملګري خوشي کړي او بلې خوا ته يې د شپږ کروړه روپۍ تاوان غوښتنه کړې ده".

د چارواکي په خبره که واقعه د پيسو وای ښايي اغواکاروانو دا نور دوه پروفيسران هم خوشي کړي نه وای.

د بلوچستان ايالتي حکومت وياند لیاقت شاهواني پر خپل ټویټر پاڼه د پېښې په حقله ليکلي چې ورک شوي دوه پروفیسران خوشي شوي او يو لا هم ورک دی. د شاهواني په خبره د اغوا شوي پروفيسر د خوندي او سالم موندلو لپاره پوره پوره هڅې روانې دي.

د بلوچستان د پروفیسرانو او د ليکچرارانو تنظيمونو د اغوا د پيښې غندنه کړې او له حکومته يې ژر تر ژره د ډاکټر سني د موندلو او په پيښه کې د لاس لرونکو پر ضد يې د ګامونو اخيستلو غوښتنه کړې.

د استادانو تنظيمونو پر حکومت ږغ کړی که ډاکټر سني و نه موندل شي په سخت احتجاج به لاس پورې کړي.

له بلې خوا د پيښې پر ضد پر ټولنيزو رسنيو هم تود بحث روان دی، مدني فعالې ايډوکېټ جليله حيدر پر خپل ټويټړ ليکلي چې د استادانو اغوا يواځې د افسوس نه، بلکه د شرم خبره ده.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

XS
SM
MD
LG