لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بوکوحرام وسلوالې ډلې په افریقایي هېواد نایجېریا کې 43 کروندګر وژلي


واشنګټن ــــ د لوېدیځې افریقې د نایجېریا هېواد سرکاري ملېشې فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي چې اسلامي وسلوالې ډلې بوکوحرام په دې هېواد کې لږ تر لږه 43 کروندګر د وریجو په پټیو کې وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

دا پېښه د شنبې- خالي په ورځ د نایجېریا په میدوګوري ښار کې شوې او چارواکي وایي وسلوالو په کوشوبې کلي کې کروندګر لومړی تړلي او بیا یې د ټولې غاړې ور غوڅې کړې دي. د سرکاري ملېشه مشر بابکورا کولو وایي:

"موږ 43 مړي تر لاسه کړي، ټول حلال کړل شوي او شپږ نور سخت ټپیان دي، شک نه شته چې دا د بوکوحرام ډلې کار دی چې په سیمه کې فعاله ده او پرله پسې پر کروندګرو بریدونه کوي".

د سرکاري ملېشې یو بل مشر ابراهیم لیمن وایي‌ په پېښه کې وژل شوي کارګر د نایجېریا د شمال ختیځې سیمې سوکوټو اوسېدونکي دي، چې د پېښې له ځایه 1,000 کیلومیټره لرې ده او دې ځای ته د کار لپاره تللي وو:

"ټول شپېته تنه کروندګر وو چې د وریجو د فصل د رېبلو لپاره را بلل شوي وو، 43 وژل شوي او شپږ ټپیان دي".

چارواکي وایي اته تنه کروندګر لا هم ورک دي او داسې ګومان کېږي چې د بوکوحرام وسلوالو به له ځانه سره بېولي وي.

د سیمې یو اوسېدونکی مالا بانو وایي،‌ د وژل شویو کروندګرو مړي دوه کیلومیټره لرې زبرمري کلي ته وړل شوي چې نن د یکشنبې- اتوار په ورځ به خاورو ته سپارل کېږي.

تېره میاشت هم د بوکوحرام وسلوالو دې ته ورته په دوو جلا پېښو کې میدوګوري سیمې ته نیژدې د اوبه خور په مهال 22 نور کروندګر حلال کړي وو.

بوکوحرام او داعش ډلې (ای ایس ډبلیو اې پي) په وروستیو کې په نایجېریا کې پر بوټبنو (لرګي‌ وهونکو)، شپنو او ماهي نیوونکو هدفي بریدونه زیات کړي او پر هغوی تور پورې کوي چې پوځ او ځایي ملېشه ته د دوی جاسوسي کوي.

له 2009م کال راهیسې په تېرو شاوخوا یوولسو کلونو کې د وسلوالو ډلو په بریدونو کې په نایجېریا کې تقریباً 36,000 تنه وژل شوي او د دې شخړې له کبله له سیمې دوه میلینه کسان کډه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG