لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور يو د هغو ښارونو څخه دی چې کرونا پکې سېوا ده


د خېبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور هم د پاکستان د هغو پينځه ؤ ښارونو د جملې څخه دی چرته چې کرونا وبا په تېزۍ سره خوريږي.

د پېښور سره د پنجاب صوبې لاهور، راولپنډۍ او اسلام اباد او د سيند صوبې کراچۍ هغه ښارونه دي چې د کرونا وبا د مخنیوي دپاره د ملي رابطه کار کمېټۍ په وېنا په دې پينځه ؤ ښارونو کې د ملک 70 فيصده د کرونا پېښې مخې ته راځي.

په پاکستان کې په تيرو 24 ساعتونو کې په 2839کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي او نور 40 کسان د دې وایرس نه مړه شوي دي.

د کرونا وايرس له امله تراوسه پورې په پاکستان کې 8025 کسان مړه کړي دي.

په پاکستان کې تراوسه پورې په پنجاب صوبه کې 2991، په سيند کې 2924 او په خېبرپښتونخوا کې 1368 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې په 29 نومبر د کرونا څخه نهه، په 28 نومبر څلور او په 27 نومبر هم نهه تنه مړه شوي وو.

دغه رنګ په صوبه کې په 29 نومبر 183 کسان، په 28 نومبر 140 کسان او په 27 نومبر 277 کسان په کرونا وايرس اخته شوي وو.

په خېبرپښتونخوا کې تراوسه پورې په 47زره190 کې کرونا وايرس مالوم شوي او ويل شوی 41زره 800 ترې ښه شوي دي.

سرکاري شمېرې وايي په ملک کې دا وخت په کرونا وايرس اخته 2046 کسا ن داسې دي چې په وېنټي لېټرو دي يا يې روغتيايي حالت سخت دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG