لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اصفه بهټو، د پيپلز ګوند او د مخالفينو د اېتلاف نوې څېره


د پاکستان د وژل شوې پخوانۍ وزير اعظمې بېنظير بهټو کشره لور اصفه بهټو که د خېر ښېګړې په کارونو کې د برخې اخستلو لپاره مشهوره وه خو په ملتان کې د تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو جلسې ته د وينا وروسته، هغه د خبري ادارو د سر خبر جوړه شوې ده.

نوموړې تېره ورځ په ملتان د پي ډي اېم جلسې ته په وېنا کې ويلي وو چې ورور يې [بلاول بهټو زرداري] ناروغه دی نو ځکه د هغه په ځای غونډې ته ورغلې ده.

ويل کېدی شي دا د اصفه کومې لويې سياسي جلسې ته لومړۍ وينا وي خو په سوشل ميډيا کې ورته غبرګون ښودل شوی چې هغې د خپلې مور بېنظير بهټو ياد تازه کړي ستايل شوې او ځينې يې بيا د حکومت پرضد نوې څېره يادوي.

سياستوالې بشرا ګوهر اصفه او مريم نواز ستايلي او د خوښۍ څرګندونه يې کړې چې ښځې د پي ډي اېم د جلسې مشري کوي.

جرنالسټې عاصمه شيرازي ویلي د اصفه غږ ورته د هغې د مور [بېنظیربهټو] ياد ور تازه کړه.

وجاهت مسعود ويلي،

نواز شریف ناروغه شو نو بېرغ مريم نواز راپورته کړو، بلاول ناروغه شو نو اصفه بهټو مېدان ته راووتله. خلک دې ته وراثت وايي. خو دا د ډز، پهانسۍ، قېد او مبارزې میراث دی، څنګه چې د همت دعوا ده په مېدان کې کوزه شوې.

يو خوا که اصفه بهټو ستایل شوې نو بل خوا هغې ته راوستل شوې او د مذاحمت نخښه ورته وېل شوې ده.

يو بل پاکستاني خبريال ارشد شریف د اصفه بهټو جلسې ته راتګ اغېزناکه ويلي دي.

هغه په ټويټر ویلي، حکومت اول ویل چې جلسې ته به اجازه ور نه کړي خو بيا د خپلې خبرې نه په شا شو او پيپلز ګوند ته يې د بنياد د ورځې اېښودو د جلسې اجازه ورکړه. او اصفه بهټو پکې د خپل سياسي کرئير پېل وکړو.

عدیل راجه نومې تن د اصفه سياست ته راتګ ته متاثرکن ويلي، خو په ځواب کې ورته يو بل تن ويلي، پيپلز ګوند اصفه مخې ته راولي خو دغه راتګ ته يې د خفګان ويلي چې دا د پيلز ګوند د رښتونې بيانيې خلاف خبره ده.

هغه ويلي ليډران راوستل کيږي نه، بلکې جوړيږي.

ځينې خلکو بيا د مریم نواز وروسته د اصفه بهټو راتګ ته په غبرګون کې ویلي چې پي ډي اېم به د دې نه ګټه پورته کړي چې د حکومت پرضد غورځنګ کې ورسره په سټېج ښځې موجودې دي او دا به دوی د حکومت پرضد وکاروي.

اصفه بهټو پرون په ملتان کې جلسې ته په وېنا کې ويلي دغه جلسې ته د خلکو راتګ د حکومت پرضد فېصله واوروله [سلېکټډ] خوښ کړی شوي حکومت له پکار ده چې اوس لاړ شي.

هغې ویلي د نیولو څخه نه ويريږي که د ګوند غړي وروڼه يې ونيول شو د ګوند ښځې يې هم تیاري دي چې ګرفتاري ورکړي او مبارزه وکړي.

د پي ډي اېم په پرونۍ جلسه کې هم د غورځنګ مشرانو د عمران خان حکومت ته خوښ کړی شوی حکومت ويلي دي.

د پي ډي اېم مشرانو ويلي د عمران خان د حکومت لرې کولو پورې مبارزه جاري ساتي.

خو د تحریک انصاف حکومت وايي په پي ډي اېم کې شامل ګوندونه د خپلو مشرانو د غلاګانو پټولو دپاره مېدان ته راوتي دي او وزيراعظم عمران خان وايي دوی ته به کله هم اېن ار او ور نه کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG