لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: بلوچستان کې د پوهنتون د استادانو تښتونه ثابتوي چې دلته استادان خوندي نه دي


واشنګټن ــــ د بلوچستان د تعلیم د څانګې ماهرین په تېرو ورځو کې د درو پروفیسرانو تښتونه په دې صوبه کې د خپل نوعیت لومړۍ پېښه ګڼلي او اندېښنه څرګندوي چې هسې نه داسې پېښې په را روان وخت کې هم تکرار شي.

د بلوچستان پوهنتون د جیالوجي (مځکپوهنې) د څانګې استاد دین محمد کاکړ وایي، د پروفیسرانو تښتونه د حکومت پر امنیتي چارو پوښتنه را پورته کوي او وایي دا د استادانو او زده کوونکو دواړو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده:

"دا په مجموعي توګه د صوبې لپاره ډېر افسوسناک خبر وو، چې استاد هم په دې معاشره کې محفوظه نه سي نو دا ښکاره کوي چې استادان غیرمحفوظه دي، په اربونو روپۍ بجټ پر امنیت خرڅېږي خو خلکو ته نه امن سته نه د خلکو حفاظت کېږي".

درې ورځې وړاندې د بلوچستان پوهنتون د براهوي څانګې مشر پروفیسر لیاقت سني له دوو نورو پروفیسرانو پروفیسر شبیر شاهواني او پروفیسر نظام شاهواني سره په خضدار کې د روانو ازموینې مرکزونو ته روان وو چې له کوټې 45 کیلوميټره لرې د مستونګ ضلعې په پيرنګ اباد سيمه کې په درو موټرانو کې سپرو اتو وسلوالو اغوا کړل.

تښتوونکو وروستي دوه پروفیسران په هماغه ورځ څو ګنټې وروسته خوشي کړل خو پروفیسر لیاقت سني یې له ځانه سره ساتلی وو او د بلوچستان د پروفیسرانو د اتحادیو تر احتجاج وروسته یې د نومبر پر 30مه هغه هم خوشی کړ.

د بلوچستان پوهنتون د سیاسیاتو د څانګې استاد پروفیسر عبدالمنان حبیبزي په کوټه کې د وي او اې ډیوه خبریال حمید سمسور ته ویلي، د دې پروفیسر د تښتونې تر شا د تاوان غوښتنه نه بلکې د هغوی سیاسي فکر کېدای شي:

"زه فکر نه کوم چې دا پروفیسر به د مالي ګټو لپاره اغوا سوی وي خو د سیاسي ګټو لپاره څه اړخ لګوي‌ ځکه چې دی شاعر هم دی او د بلوچستان په حواله به یو څه ملي فکر به هم لري".

خبریال او سیاسي څېړونکی محمد کاظم مېنګل وایي، د دغو درو پروفیسرانو د دومره ژر را خوشي کېدو سبب د استادانو احتجاج کېدای شي:

"تر پېښې دوې ګنټې وروسته دوه پروفیسران او دوې ورځې وروسته د درېیم پروفیسر خوشي کېدو سبب دا کېدای شي چې د بلوچستان پوهنتون استادانو احتجاج وکړ او زده کوونکو هم د احتجاج خبرداری ورکړی وو، زما خیال پر تښتوونکو فشار زیات سو ځکه یې بې له تاوانه را خوشي کړل".

د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني پر ټویټر دعوه کړې چې پروفیسر لیاقت سني د حکومتي هڅو په نتیجه کې را خوشي شوی او خپل کور ته رسېدلی دی، خو خپله را خوشي شوي پروفیسر تر اوسه د ده د تښتول کېدو او را خوشي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې په بلوچستان کې د تېرې اتلس کلنې ناارامۍ له کبله په تېرو شاوخوا پینځلسو کلونو کې په وار- وار په لسګونو کسان تښتول شوي، ځینې حتی وژل شوي خو اکثره د پیسو په بدل کې را خوشي شوي، چې په هغوی کې سیاستوال، ډاکټران، پروفیسران، تاجران، خبریالان او مدني فعالان شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG