لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ نواز شریف په دوو مقدمو کې اشتهاري اعلان کړ


واشنګټن ــــ د اسلام اباد هایکورټ د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د مسلم لیګ ن ګوند مشر نواز شریف د درغلۍ په تور د العزیزیه او اېون فیلډ د مقدمو په اورېدنه کې عدالت ته په پرله پسې توګه د نه حاضرېدو له کبله اشتهاري اعلان کړی دی.

د جسټس عامر فاروق او جسټس محسن اختر کیاني په ګډون د هایکورټ دوه کسیز بېنچ د شورو- چارشنبې په ورځ په دواړو مقدمو کې د نواز شریف د درخواست اورېدنه وکړه او ویې چې د نواز شریف د اشتهاري اعلانونو په اړه به لیکلې پرېکړه وروسته خپره کړي.

د اورېدنې په مهال د خارجه وزارت د یورپ څانګې مشر مبشر خان پخپل رسمي بیان کې وویل، چې "ما د دې عدالت له خوا د نواز شریف په اړه خپاره شوي اشتهارات تر لاسه کړل، چې له خارجه دفتره لندن ته د پاکستاني های کمیشن دفتر ته ولېږل شول".

مبشر خان وویل چې په لندن کې د پاکستان های کمیشن دفتر د نومبر پر 9مه د بهرنیو چارو دفتر ته جواب ورکړ او ویې ویل چې د "رایل مېل" په وسیله نواز شریف ته د هغه د اشتهاري اعلانېدو خبر ورکړل شو او د نومبر پر دېرشمه د دوی دفتر ته اشتهاراتو د رسېدو حال هم ورکړل شو.

په دې مهال د پاکستان د سرکاري وکیل مرستیال طیب شاه عدالت ته وویل چې جنګ لندن اردو ورځپاڼې ته یې هم د نوازشریف د مفرور اعلانېدو د اشتهار چاپولو په اړه خط لېږلی او وایي پاکستان ته د پخواني وزیراعظم د را بللو لپاره یې په ټولو انګرېزي ورځپاڼو کې هم اشتهارونه چاپ کړي ‌دي.

نوازشریف دا مهال په لندن کې دی او د هغه ګوند په وینا علاج یې روان دی، نوموړی تېر کال د العزیزیه او اېون فیلډ مقدمو کې د درغلۍ په تور سزا شوی وو خو بیا د اسلام اباد هایکورټ په امر د علاج لپاره لندن ته تللی دی.

د شورو- چارشنبې د اورېدنې په مهال د پاکستان د تحقیقاتو د مرکزي ادارې ایف ای اې یو افسر اعجاز احمد هم پخپل بیان کې وویل، چې د دوی دفتر هم د لاهور په جاتي امرا او ماډل ټاون سیمو کې د نواز شریف دوو کورونو ته د هغه د اشتهاري اعلانېدو خبر ورکړی وو.

اسلام اباد هایکورټ په تېره اکتوبر میاشت کې نواز شریف ته د اشتهاري اعلانولو په مقصد خبرداری ورکړی وو چې که په دېرشو ورځو کې عدالت ته ځان ونه سپاري نو په رسمي توګه به اشتهاري وګرځول شي.

د پاکستان د احتساب ادارې نېب وکیل جهانزېب بهروانا پر عدالت ټینګار کړی چې د خپلې سزا په خلاف د نواز شریف دواړه درخواستونه رد کړي او وایي کېدای شي په دې بنیاد نواز شریف ته سزا ورکړل شي چې هغه عدالت ته نه دی وړاندې شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG