لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پخوانی وزیراعظم ظفرالله جمالي د زړه له ناروغۍ مړ شو


واشنګټن ـــ د پاکستان پخوانی وزیراعظم ظفرالله خان جمالي د زړه د ناروغۍ له کبله د 76 کلنۍ په عمر د راولپینډۍ په یو پوځي روغتون کې مړ شو.

جمالي د پخواني پوځي آمر پروېز مشرف د واکمنۍ په مهال د 2002م کال له نومبر میاشتې د 2004م کال تر جون میاشتې له بلوچستان سره تړاو لرونکی د پاکستان لومړنی وزیراعظم وو.

ظفر الله جمالي څو ورځې وړاندې د زړه د دورې له کبله د راولپینډۍ د یو پوځي روغتون په ای سي یو کې بستر وو خو د شورو- چارشنبې په ورځ یې له نړۍ سترګې پټې کړې.

جمالي د پاکستان تر جوړېدو مخکې د 1944م کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د بلوچستان د نصیراباد سیمې په روجان جمالي نومی ځای کې زېږېدلی وو.

ظفرالله جمالي په 1988م کال کې د بلوچستان لنډمهالی وزیراعلی پاته شوی او د همدې کال په عمومي انتخاباتو کې په دویم ځل د بلوچستان اسمبلۍ غړی وټاکل شوی او د صوبې وزیراعلی شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG