لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: په سراروغه کې ماين چاؤدنې 13 کلن تنکی هلک ژوبل کړی


په جنوبي وزيرستان کې د ماينونو ښکار معذوران
په جنوبي وزيرستان کې د ماينونو ښکار معذوران

د جنوبي وزيرستان په سرا روغه کې يوه بله ماين چاؤدنه شوې او 13 کلن تنکی هلک پکې ژوبل شوی او د درمنلې دپاره په ډېره اسماعيل خان کې پوځي روغتون ته منتقل کړی شوی دی.

د جنوبي وزيرستان پوليس د ماين چاؤدنې پېښه تاييدوي چې 13 کلن هلک پکې ژوبل شوی او روغتون ته منتقل کړی شوی دی، خو د هلک د روغتيايي حالت په اړه پوليس څه نه دي ويلي.

د جنوبي وزيرستان پوليس مشر [ډي پي او] شوکت علي وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل دا پېښه پرون د زیارت/پنجشنبې په مازيګر شوې ده.

د سرا روغې علاقې سره تعلق لرونکی رحمت شاه وايي چې په پېښه خبر دی او وي او ای ډیوه سره يې په خبرو کې يې وويل، په ماشوم د کور سره نزدې دا ماين چاؤدلی دی.

هغه زياته کړه په سرا روغه کې ډېر ماينونه خواره دي په دغه علاقه کې ډېرې داسې پېښې شوي او وايي د هغې ثبوت دغه دی چې په علاقه کې به درته د ماينونو ښکار ماشومان او ښځې هر ځای په نظر راځي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] فعال عالمزېب مسيد وايي دوی چې په وزيرستان کې د ماين چاؤدنو د څومره پېښو ريکارډ رايوځای کړی په تېرو دوه کلونو کې دا تازه پېښه 160م پېښه ده چې نزدې د 250 پورې ښځې او ماشومان په دغو پېښو کې معذور ه شوي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل ماشومان او ښځې ډېر ځکه د دغه ډول پېښو ښکار کيږي چې ماشومان څاروي څروي او ښځې بيا پټو ته په کارونو پسې ووځي.

عالمزېب مسيد وايي د پي ټي اېم په لومړو غوښتنو کې د ماینونو پاکولو غوښتنه شامله وه او اوس هم د ماينونو پاکولو غوښتنه کوي ځکه چې په علاقه کې هم دغه پېښې پرله پسې رامنځته کیږي.

پوليس مشر شوکت علي مني چې په علاقه کې نزدې په اوونۍ کې د ماين چاؤدنې پېښه کيږي او نه يواځې عام خلک بلکې پوځي سرتيري هم پکې په خپله په هدف کيږي.

هغه وويل چې په علاقه کې د ماينونو په پاکولو کار روان دی او چې چرته هم چاؤدنه کيږي هلته بيا د پوځ او ملېشې ټيمونه رسي او علاقه د ماینونو څخه پاکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG