لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: پښتو اکېډمۍ کې د پښتو املا نړيوال کانفرنس کيږي


د پېښور پوهنتون پښتو اکېډمۍ د نړيوال پښتو املا کانفرنس تابيا کړې، وايي د روانې دسمبر د میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې به دا کانفرنس کیږي چې پکې به د پښتونخوا ژبپوهان، ليکوالان او د کوټې ترڅنګ بهرني پوهان د سکايپ د لارې ګډون کوي.

د کانفرنس عمومي سېکتر ډاکټر ظفرالله بخشالي چې په عبدالولي خان پوهنتون کې په پښتو څانګه کې استاد دی وايي، پښتو اکېډمۍ د باړه ګلۍ د 1990 د پښتو رسم الخط په اړه د پرېکړو وروسته د املا په سر بيا هم غونډې کړي او وخت په وخت يې د باړه ګلۍ د فېصلو تجديد کړی دی.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د باړه ګلۍ په املا کې د افغانستان او کوټې سره په ځينې خبرو اتفاق راغلی ؤ خو اوس هم هغه لهجوي فرق شتون لري لکه د نوموړي په وېنا ځينې توري هغه شان ليکل کيږي څنګه چې ویل شي لکه [مونږ، موژ او موږ]، نو مونږ وايو چې په ليک کې دې وحدت وي".

هغه وويل د پښتو اکېډمي هڅه کوي چې د باړه ګلۍ فېصلې په ځای وساتل شي تجديد يې وشي او په عملي کولو يې ټينګار وشي.

بخشالي زياته کړه دوی به په دې سيمینار کې هڅه کوي چې په کومو ځايونو کې علاقايي يا ځايي لهجې او هلته ويونکي توري په ليک کې راوستل کيږي دوی غواړي چې ليک ټول يو شان وشي، لکه [کې، کښې] په ځينو ځايونو يا رسنيو کې په دې توري کې [ښ] نه ليکل کيږي او که ليک چرته هم کيږي که کتاب يا خبر چاپ کيږي بايد چې په معياري لهجه کې وي.

ادیب او پوهان قېصر افريدی وايي، د باړه ګلۍ د املا د فېصلو مخې ته راتلو نه وړاندې د پښتو املا په لرې پښتونخوا کې يو رنګ او برې پښتونخوا او کوټې کې به پښتو په بل رنګ کې ليکل کېده او په پښتو املا همه ګير اتفاق نه ؤ ځکه نو د باړه ګلۍ د غونډې ضرورت محسوس شو او د هغه وخت فېصلې ټولې عملي او ومنل شوې او مشکلات تر کافي حده پورې ووتل، د تحریر او تقرير ډېره هم اهنګي په منځ کې راغله.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل په نن وخت کې که معمولي فرق دی نو د باړه ګلۍ په املا په لرې پښتونخوا کې پابندي په پوره ډول کيږي خو په افغانستان کې نه کيږي لکه د همزه الف استعمال هلته ترک شوی دی، يا لکه د يايې تذکير مسله ده.

هغه وويل د هغه په نظر په تحریر او تقرير کې معمولي اختلاف موجود دی که د دغه اختلاف ختمېدو هڅه وشي نو کومه هم اهنګي چې د باړه ګلۍ په صورت کې په لاس راغلې وه هغه به نوره پياوړې شي.

ښاغلي افريدي وويل بايد د باړه ګلۍ فېصلې په نظر کې وساتل شي او هغې ته په کتو موجود لږ لږ اختلافات د مينځه لرې کړل شي.

باړه ګلۍ

باړه ګلۍ د خېبرپښتونخوا په هزاره کې ده چرته چې د پېښور پوهنتون د پښتو اکېډمۍ د سيوري لاندې په کال 1990 کې د جولايۍ د لسمې نه تر دولسمې پورې د پښتو په رسم الخط يا املا سيمپوزيم شوی ؤ.

د پښتو ليک لار باړه ګلۍ په نوم د سيمپوزيم په اړه چاپ کتابچه کې چې په باړه ګلۍ کومې فېصلې شوې ليک شوي دي د دغه کتابچې ترمخه په ياد سيمپوزيم کې د کوزې او برې پښتونخوا نه 135 د سر سر پوهانو، شخصيتونو، د لسانياتو ماهرينو، اديبانو د ابلاغ سرمنشيانو، شاعرانو او کاتبانو ګډون کړی ؤ.

په باړه ګلۍ کې د پښتو املا 17 فېصلې شوې او په کال 1991 کې دغه فېصلې په لومړي ځل چاپ شوې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG