لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا لومړۍ غونډه د سولې لپاره مهمه بللې


واشنګټن ــــ امریکا نن د ملي پخلاینې لپاره د افغانستان د عالي شورا د مشرتابه کمیټې د جوړیدو او لومړۍ غونډې کولو هرکلی وکړ.

د ملي مصالحې د رهبري شورا په غونډه کې ولسمشر غني، د شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو، سیاسي او جهادي مشرانو ګډون کړی وو.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په خپور شوي بیان کې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو د افغانستان د عالي شورا د مشرتابه کمېټۍ او د لومړۍ غونډې ګام او پرمختګ ستایلی.

په اعلامیه کې راغلي چې : د سولې په اړه د یوه واکمن ارګان په توګه، عالي شورا او د هغې رهبري کمېټه به د طالبانو سره د اسلامي جمهوریت مذاکراتي ډلې ته د سیاسي لارې په جوړونې، د واک شریکولو او د جنګ د پای ته رسېدو لپاره د دایمي ډزبندۍ په اړه مشورې او لارښوونې ورکوي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وویل چې تر دې وروسته به د شورا غونډې په منظم ډول کیږي.

د نوموړي په وینا هڅه کیږي چې د شورا په غونډو کې د افغانستان د ټولو وګړو استازي ګډون ولري، خو زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدل د نړیوالې اجماع ملاتړ ته اړتیا لري.

بل لور ته د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د ملي پخلاینې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله یو وار بیا په طالبانو غږ کړی چې نور د جګړو څخه لاس واخلي او بشپړې ډزبندۍ ته غاړه کښیږدي.

غونډې ته پخپله پرانیستونکې وینا کې ولسمشر اشرف غني ویلي په دوحه کې روانې د سولې خپلمنځي خبرې دوهم پړاو ته رسېدلي او اوس په دې پړاو کې زیاتو مشورو ته اړتیا لیدل کیږي.

هغه ویلي د خبرو د وړومبي پړاو څخه څرګنده شوه چې دا خبرې دومره اسانې نه وې نو بیا هم پکې بریالیتوب وموندل شو او مذاکرات یو بل پړاو ته ننوتلي دي.

د ملي مصالحې د رهبري شورا په نننۍ ناسته کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني ګډون نه وکړی.

دغه غونډه تر هغه وروسته تر سره کیږي چې روانه میاشت په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو سفیرانو د ملي مصالحې عالي شورا د فعالیت د پیلېدو غوښتنه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG