لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالله:طالبان اؤ دافغان دولت پلاوی سبا دسولې په اړوند بحثونه پېلوي


دافغانستان د ملي پخلاینې دعالي شورا مشر وايي ډاکټرعبدالله عبدالله وایي دوحه کې پر دسولې دبین الافغاني خبرو په ګړنلاره خبرې پائ ته رسیدلي دي اؤ‌ سبا(چهارشنبه) به دواړه خواوې جدي بحثونه پیل کړي.

هغه په مذاکراتو کې له مقابل لوري هېله کړې ده چې د سولې پر لوري یو لوئ ګام واخستل شي او وایي ډاډه دی چې دوئ به په دې کار پښېمان نه شي، ځکه په راتلونکي کې به ټول د هېواد په نظام کې ونډه ولري.

په عین حال کې دافغانستان د ملي امنیت شورا وایي ترڅو چې طالبان پخپلو ژمنو عمل ونکړي د اووه زره نورو زندانیانو خوشي کول د سولې له پروسې سره هیڅ مرسته نه شي کولی.

د افغانستان د ملي پخلاینې دعالي شورا مشر عبدالله عبدالله کابل کې راجوړ شوي دسولې ملي کانفرنس پخپله وینا کې ویلي پرون هم طالبانو سره د افغان حکومت مذاکراتي ډلې خبرې درلودې او د ایجنډې په اړه یې د یو او بل نظرونه اوریدلي دي.

هغه وویل د افغان حکومت پلاوي نن هم خپلمنځي مشورې لرلې او سبا ته به جدي بحثونه پیلېږي.

بل لور ته د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي د اوؤ زره نورو زندانیانو خوشي کول د سولې له پروسې سره مرسته نه شي کولی

د دغه شورا ویاند رحمت الله اندړ د امریکا غږ ډیوه راډیو سره په خبرو کې وویل" د پینځه زره طالب بندیانو خوشي کولو د سولې له بهیر سره مرسته و نه کړه، تاوتریخوالی یې کم نه کړ او طالبانو پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ نو د اووه زره نورو زندانیانو خوشي کول هم له دې بهیر سره مرسته نه شي کولی"

ښاغلی اندړ وایي تر څو چې طالبان په خپلو ژمنو عمل ونه کړي د بندیانو خلاصون د سولې بهیر سره مرسته نشي کولی.

دده په خبره د زندانیانو خوشي کول د افغانانو غوښتنه نه ده، ځکه مخکې د افغان حکومت پر دې پرېکړه ګڼې نیوکې وشوې.

هغه وایي افغان حکومت په سوله کې له پرمختګونو پرته د نورو طالب بندیانو خوشي کولو ته تیار نه دی. تر دې وړاندې ارګ هم ویلي وو چې دوی په سوله کې له پرمختګونو پرته د طالبان نورو بندیان نه خوشي کوي.

په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن تېره ورځ له خبریالانو سره په ویډیویي کنفرانس کې ویلي وؤ چې طالبان له امریکا سره د دوحې تړون له مخې غواړي تر راتلونکو ۱۰ ورځو پورې یې اووه زره نور بندیان هم خوشي کړل شي.

نوموړي ویلي، افغان حکومت باید له طالبانو سره د دوحې د تړون ټولې برخې عملي کړي چې په هغې کې د اوو زره نورو طالب بندیانو ازدول هم راځي.

په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکی نذیر زاهد وایي چې حکومت باید د تضمین اخیستو ،توفق ته رسیدو او همدا شان هیواد کې د روانې جګړې او تاوتریخوالي له پائ ته رسیدو سره د طالبانو یاده غوښتنه ومني کنه حکومت به بیا د یوې داسې تیروتنې شاهد وي چې قابو کول به یې ستونزمن وي

د ویلسن تر څرګندونو مخکې طالبانو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي وو.

په دغه لیدنه کې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر او د دوی د مذاکراتي پلاوي مشر مولوي عبدالحکیم له امریکايي لوري غوښتي وؤ چې د دوئ پاتې بندیان دې خوشي شي او همدا راز دې د طالب مشرانو نومونه له تور لېست وویستل شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو تازه غوښتنه لا تر وخت مخکې ده او په خبره یې، د زندانیانو خوشي کول او دې ته ورته نور هغه مسایل دي چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به بحثونه ورباندې کېږي.

قطر کې دافغان دولت د مرکچي پلاوي اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دخبرو ترڅنګ دافغانستان بیلابیلو برخو کې د جګړې اؤ بریدونو لړۍ هم روانه ده اؤ نړیواله ټولنه بیا ټینګار کوي چې دواړه لوري دې ژر تر ژره په خپلو کې یوه دایمي اوربند او تلپاتې سولې ته سره ورسېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG