لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او امریکې د دوو کمپنیو تر منځ مشکوکې اړیکې رسوا شوې دي


اسلام اباد ــــ د امریکې په مطبوعاتو کې د یو چاپ شوي خبر تر مخه د امریکایي ریاست نوېډا د سرکاري ویبپاڼې او د پاکستان د انفارمېشن ټیکنالوجي د یوې کمپنۍ تر منځ مشکوکې اړیکې څرګندې شوې دي او دا کمپنۍ چې کیوټیک نومیږي د پاکستان له استخباراتي ادارو سره هم نیزدې اړیکې لري.

دا کمپنۍ چې د پنجاب صوبې په لاهور کې ده دا تورونه ردوي چې ګنې د پاکستان استخباراتي ادارو ته څه قسمه سروسز یا خدمات ورکوي خو دا مني چې کوم امریکایې غیر دولتي ادارې "ټرو دي ووټ" په دوی دا تور لګولی هغوی دپاره دوی یو ویب اپلیکېشن جوړ کړی وو.

په امریکا کې د ووټرانو د حقونو دپاره کارکوونکې یوې غیرسرکاري ادارې "ټرو دي ووټ" دا څرګندونې کړې دي چې دوی له نویډا ریاست نه د ووټرانو د رجسټرېشن معلومات غوښتي وو او ددې په ځواب کې دوی ته کوم تفصیلات لېږل شوي دي هغه د پاکستان د پنجاب په لاهور ښار کې یو آی ټي کمپنۍ کیوټیک مشر وقاص بټ ته هم لېږل شوی دی چې ورنه ښکاري د امریکا صدراتي اتنخاباتو نتیجې مشکوکې دي.

رپورټ دعوه کوي چې دغه پاکستاني کمپنۍ له استبخاراتي ادارې آی اېس آی سره اړیکې لري خو د وی او اې ډیوه د تپوس په ځواب کې د دې کمپنۍ مشر وقاص بټ له پاکستاني استخباراتي ادارو سره د خپلې کمپنۍ د اړیکو تورونه رد کړل، خو دا مني چې د دوی کمپنۍ په امریکا کې د ووټرانو د حقونو دپاره کارکوونکې ادارې "ټرو دي ووټ" دپاره یو ویب اپلیکېشن جوړ کړی وو.

وقاص بټ مني چې د نوېډا ریاست له خوا دوی ته د ووټرانو د رجسټرېشن معلومات د ايمېل په ذریعه رسېدلي وو خو دوی ددې غوښتنه نه وه کړې. وقاص بټ وایي دوی په دې حقله "ټرو دي ووټر" سره په رابطه کې دي چې دوی ته دا ایمېل څنګه راغی خو وقاص بټ وایي دوی ته دا ایمېل کېدی شي په غلطۍ راغلی وي.

دا وړومبی ځل نه دی چې د پاکستان نوم په امریکه کې په یو ویب سکېنډل کې مخې ته راغلی دی. وړاندې په امریکه کې د پولیسو له خوا د یو تورپوستي تن د وژنې پس چې کله امریکه کې مظاهرې پیل شوې نو له هغه سمدستي پس په پاکستان کې د فېسبوک نه داسې ویډېو نېغ په نېغه خوره کړی شوې وه چې یوه پکې دوه کاله پخوانۍ یوه زړه ویډیو وه او دې لایو سټریم کې هم ځنې خبرې او عکسونه جعلي وو خو بیا هم په امریکه کې په لکونو خلکو دا کتلې وه چې له وجې یې بیا په امریکه کې د تشدد په پېښو کې اضافه شوې وه.

په پاکستان کې د سایبر سیکیورټي کارکوونکی عمادالرحمان وایي اکثر د پرمختلونکو هېوادونو نه دغسې غلط خبرونه د ویبپاڼو او ټولینز رسنیو له لارې زیات په دې وجه خورېږي چې یو شمېر خلک د داسې کولو له وجې په خپل آن لاین آمدن کې اضافه کوي.

عماد په امریکه کې د یو تورپوستي د وژنې پس د جوړو حالاتو مثال ورکوي او وایي د پاکستان او یو څو نورو هېوادونو نه په معامله چې تر کومه فېسبوک انتظامیه پوهېده او دا مواد یا جعلي خبرونه به یې لرې کول نو تر هغه وخته لکونو خلکو دا کتلي وو او د داسې مواد خورېدو پس بیا دا ډېره ګرانه وي چې خلک بیا په دې پوه کړی شي چې دا غلط معلومات وو.

په دغه شان انټرنیټ سکېنډل کې یواځې د پاکستان په شان هېوادونو نومونه نه بلکې اکثر د لویو انټرنیت کمپنیو نومونه هم راغلي دي.

په 2018م کال کې کېمرج انالیټکا نومي سکېڼدل کې په فېسبوک دا تور لګول شوی وو چې برتانیه او سریلنکا په انتخاباتو کې د لکونو په شمېر د ووټرانو معلومات را غونډ کړي وو.

په پاکستان کې د انتخابي عمل یو څېړونکی وجاهت علي چې په 2018م کال د پاکستان په انتخاباتو کې د سوشل مېډیا په کردار او استعمال څېړنه کړې وه وایي چې اکثر پرمختللي هېوادونه د انتخاباتو په وخت سیاسي ګوندونه د آی ټي کمپنیو خدمات د انتخابي کمپاین دپاره اخلي او دا کمپنۍ بیا د یو خاص سیمې د ووټرانو د سوشل مېډیا د اکاونټونو څارنه کوي او دې ووټرانو ته ایمېل لېږي او په دې طریقه دوی بیا د ووټرانو د خوښې ناخوښې اندازه لګوي او سیاسي ګوندونه بیا د ووټرانو د خوښې مطابق خپل انتخابي منشور جوړوي او انتخابي کمپاین کوي.

وجاهت علي وایي یو څو ښکاره کمپنۍ لکه ای کنوینسر، یو کمپاین او این پي بي اېن په شان عالمي کمپنۍ په سیاسي عمل کې سیاسي ګوندونو ته دا خدمات ورکوي او دوی ته نه ده معلومه چې یوه پاکستاني کمپنۍ هم دغه شان کار کولای شي.

وړاندې په پاکستان کې د انفارمېشن ټیکنالوجۍ سره تړلی یو لوی سکېنډل د نیویارک ټایمز له رپورټه پس مخې ته راغلی وو چې د پاکستان یو آی ټي کمپنۍ اېګزیک چې شخصي مېډیا ملکیت هم لري، دوی په ګرده نړۍ کې په خلکو جعلي تعلیمي اسناد خرڅ کړي وو او د نیویارک ټایمز تر مخه دا د میلینونو ډالرو سکېڼدل وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG