لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور روغتون کې د اکسیجن ګېس د خرابۍ له وجې شپږ کسان ولې مړه شول؟


واشنګټن ــــ د ېېښور په خېبر روغتون کې د آکسیجن ګېس خرابتیا له امله د مړو شوو شپږو کسانو نه د یو ماشوم سارم خان پلار سمیع الله ویلي، د روغتون په چارواکو یې د بچي د مرګ دعوه ده او د پېښې په اړه به قانوني لاره خپلوي او عدالت کې به کېس کوي.

سمیع الله وايي بچی یې مړ شو نو د هسپتال نرسانو ته علم نه وو چې اکسیجن ورته بند شوې. د یوې بلې ښځې چې تعلیمیافته ښکارېده، د هغې بچي ته هم اکسیجن بند شوی وو، چې ډاکټرانو یې ورته راوګرځول نو هغې خو خپل بچی بچ کړ، خو کله چې ده هم ددغه رقم ستونزې نشاندهي وکړه نو سارم خان ژوند د لاسه ورکړی وو.

د خېبر پښتونخوا د صحت وزیر تېمور سلیم جګړه وي او اې ډیوه ته ویلي دي، په پېښه ورته ډېر خفګان دی او پېښه کې مړو شوو خاندانونو ته به لس- لس لکه روپۍ معاوضه ورکوي.

ده ویلي د ابتدايي رپورټ په بنیاد یې په پېښه کې د روغتون ککړ اووه سرکاري کسان معطله کړي او چې تفصیلي رپورټ راشي نور ګامونهبه هم پورته کوي.

د پېښور د ریګي للمه اوسېدونکي سمیع الله ډیوه هېلو وي او اې پروګرام کې وویل چې بچي سارم خان ته یې کرونا ناروغي نه بلکې د وینې یا بلډ کېنسر ناروغي وه، اته میاشتې یې په غېږه کې ګرځولی وو، کار یې ورته پرېیښی وو، د یارانو دوستانو نه یې دده د علاج لپاره قرض پور هم کړی وو.

د دوه کلن سارم خان پلار وايي "تمه مې پېدا شوې وه چې بچی به مې روغ شي خو چې ددې ظالمانو لاس ته ورغی نو بچی یې راله مړ کړو". هغه وویل عدالت ته ددې لپاره ورځي چې د بل پلار او بچي سره داسې ظلم ونه شي کوم چې ده سره وشو.

د پېښور د صحت د چارو یو خبریال تېمور خان وايي چې د روغتون او د پنجاب سره تعلق لرونکې د آکسیجن ګېس کمپنۍ تر منځ تړون (کنټرېکټ) څو میاشتې وړاندې ختم شوی وو خو دغه کمپنۍ بیا هم سپلايي جاري ساتلې وه.

د خېبر پښتونخوا د صحت وزیر تېمور سلیم جګړه هم دا مني چې د آکسیجن کمپنۍ او روغتون تر منځ د تړون موده ختمه شوې وه خو وايي بیا هم په روزانه بنیادونو ددغې کمپنۍ نه اکسیجن ګېس اخیستل کېده خو په سپلایي کې څه کمی بیا هم نه وو. هغه د پېښې ذمه وار د روغتون چارواکي ګڼي.

د صحت د چارو په اړه خبریال تېمور خان وايي که څه هم صوبايي حکومت د بې غورۍ په سر د روغتون اووه چارواکي معطله کړي دي خو وايي د صوبايي حکومت په ابتدايي تحقیقاتي رپورټ باور نه کوي ځکه چې وایي رپورټ د هسپتال د نګرانې ادارې بورډ آف ګورنر په ذریعه تیار کړی شوی او د بورډ چارواکو د اکسیجن سره د تړلو مسئلو حل لپاره په وخت ګامونه نه وو پورته کړي ځکه د مړینو پېښه وشوه. تېمور خان وایي بیا دا رپورټ څنګه کره کېدلی شي، کوم کسان چې معطله کړی شوي دي هغه د اکسیجن ګېس سره متعلقه نه دي.

خبریال تېمور خان وايي په خېبر روغتون کې د آکسیجن تکنیکي ماهر سټاف نه شته. د مرګوني او حساسه ناروغانو د ساه د برابرولو دپاره غېرمتعلقه طبي عملې په اکسیجن نظام کار کاوه. دا ذمه واري د بورډ وه چې دغه ستونزه یې د وخته هواره کړې وای خو داسې ښکاري حکومت د بورډ په چارواکو لاس نه اچول غواړي.

هغه وايي په ټول روغتون کې د آکسیجن لپاره یواځې یو ماهر ټېکنیشن وو او هغه هم څه موده وړاندې ریټایر شوی وو خو روغتون یې بېرته خدمات اخیستي دي. ددې تر څنګ د تېر جون په میاشت کې د اکسیجن کمپنۍ سره تړون هم ختم شوی وو. دا ټولې هغه خبرې دي چې ثابتوي د روغتون بورډ بې غوري کړې ده.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د صوبې په نورو روغتوتو کې د اکسیجن ګېس نظام سم دی؟ د صحت وزیر نور څه تفصیل ونه وایه خو بس دومره یې وویل چې د صوبې له نورو روغتونونو نه ورته په دې اړه څه نه دي ویل شوي. البته وايي چې د کرونا په وجه په روغتونونو یو ځل بیا رش جوړ شوی دی.

د خبریال تېمور په خبره چې د کرونا وبا له وجې د ساه اخیستو له مشکل سره د مخ ناروغانو شمېره زیاته شوې ده او که حکومت په دې نظر ونه ساتلو نو د داسې پېښو امکانات هر وخت کېدی شي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG