لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې هم د پي ډي ایم اپوزیشن غړ‎و خپلې استعفی جمع کړ‎ې


کوټه ــــ د جميعت علما اسلام ګوند د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ اقليتي غړي مکهي شام لال لاسي او د بلوڅ ملتپال ګوند بي اين پي مېنګل د ايالتي اسمبلۍ غړي اختر حسېن لانګو خپلې استعفی د خپلو ګوندونو مشرانو ته لېږلې دي.

د جمعيت علما اسلام بلوچستان ف ايالتي وياند پخواني وزير عين الله شمس وي او اې ډيوه ته وويل، مکهي شام لال د ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په غوښتنه استعفی د بلوچستان ايالتي امير مولانا عبدالواسع ته جمع کړې ده.

د بي اين پي مېنګل د ايالتي اسمبلۍ غړي اختر حسېن لانګو هم خپله استعفي د خپل ګوند مشر سرادر اختر مېنګل ته سپارلې ده. د نوموړي‌ په استعفی کې ليکل شوي چې اوسني حکومت ګراني جوړه کړې، په ملک کې يې بې روزګاري زياته کړې، حکومت د اپوزيشن په انتخابي حلقو کې مداخلت کوي.

په استعفی کې ویل شوي چې بي اين پي مېنګل په پاکستان کې اوسنی حکومت سليکټډ [راوستل شوی] او کرپټ ګڼي، په استعفی کې غوښتل شوي چې نور دې دا حکومت ختم شي ولې چې دا حکومت پر ملک او قوم باندې بوج دی.

د بي اين پي مېنګل د مرکزي کمېټۍ غړي ايډوکيټ ساجد ترين د اختر حسين لانګو د استعفي پخلی وکړ او وي او اې ډیوه ته یې داسې وويل.

د اپوزيشن ګوندونو په ځواب کې حکومتي ګوندونه او د پاکستان وزير اعظم عمران خان تور پورې کوي چې اپويشن ګوندونو کرپشن کړی حکومت به دوی نه معافوي او حساب به ځنې غواړي.

د اپوزيشن ګوندونو د پارلمان د غړو د استعفاوو په حقله د پاکستان وزير اعظم عمران خان په اسلام اباد کې له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي وو چې که اپوزيشن استعفی ورکړي د دوی حکومت به پر خالي څوکيو باندې له نوي سره ټاکنې وکړي.

د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ د ټولو غړو شمېر 65 دی چې پکې 51 غړي د عامو ټاکنو له لارې کاميانه کيږي، 11 ښځې او درې د مذهبي اقلیتونو غړي پر ځانګړو څوکیو باندې د اسمبلۍ غړیتوب تر لاسه کوي.

د بلوچستان په اوسنۍ ايالتي اسمبلۍ کې په حکومتي ګوندونو کې د بلوچستان عوامي پارټۍ 24 غړي، د پاکستان تحريک انصاف اووه، د عوامي نېشنل ګوند څلور، د بي اين پي عوامي درې، د هزاره ډيموکرېټک ګوند دوه او جمهوري وطن پارټۍ يو غړی دی. په اسمبلۍ کې د حکومتي ګوندونو د ټولو غړو شمېر 43 دی.

په ايالتي اسمبلۍ کې د اپوزيشن ګوند جمعيت علما اسلام 11 غړي وو چې يو غړی فضل آغا د روان کال د مې مياشتې پر شلمه د کرونا وايرس له امله مړ شو او اوس یې په ايالتي اسمبلۍ کې 10 غړي دي. د فضل اغا پر څوکۍ لا تر اوسه ضمني انتخاب نه دی شوی،

په اسمبلۍ کې د بي اين پي مېنګل 10 غړي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو غړی او يو ازاد غړی نواب اسلم ريسانی دی. د مسلم ليګ ن پر ټکټ کاميابه شوی نواب نثاوالله زهري له خپلې پارټۍ سياسي لاره جلا کړې خو لا هم د اسمبلۍ غړی دی.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزیشن د غړو شمېر 22 دی، د پاکستان يونين اف جرنلسټ مشر خبريال او څېړونکی شهزاده ذولفقار وايي د اپوزيشن ګوندونو د استعفاو فيصله به د بلوچستان ايالتي او د پاکستان مرکزي حکومت تر سخت فشار لاندې راولي.

په پاکستان کې د اوسني حکومت ضد د یوولسو اپوزيشن ګوندونو اتحاد (پاکستان ډيموکړېټک موومنټ) مشر مولانا فضل الرحمان د پي ډي ايم له اجلاسه وروسته وړمه ورځ په اسلام اباد کې په يوه خبري کانفرنس کې وويل چې په پي ډي ايم کې ګډ ټولو ګوندونو په شريکه فيصله کړې چې د روان کال د دسمبر د مياشتې تر 31مې نېټې به د ايالتي او قامي اسمبلۍ غړي خپلې استعفا د خپلو ګوندونو له مشرانو سره جمع کوي او د جنورۍ په مياشت کې اسلام اباد ته له لانګ مارچ وروسته به دغه استعفاوې د قامي او ايالتي اسمبليو سپيکرانو ته لېږي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG