لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستاني پولیسو په شام کې جنګېدلي د سپاه محمد ډلې دوه تنه په کراچۍ کې نیولي
تازه خبر

پاکستاني پولیسو په شام کې جنګېدلي د سپاه محمد ډلې دوه تنه په کراچۍ کې نیولي


واشنګټن ــــ د پاکستان د سیند صوبې د پولیسو ترهګرۍ ضد ادارې دعوه کړې ده چې په کراچۍ ښار کې یې دوه داسې زښته زیات مطلوب کسان نیولي دي چې وایي د شیعه وسلوالې ډلې سپاه محمد له زینبون لښکر سره تړاو لري. پولیس وایي له دوی یې وسله هم تر لاسه کړې ده.

پاکستاني پولیسو په لومړي ځل په رسمي توګه دا منلې ده چې د شام په تېره نهه کلنه کورنۍ جګړه کې د پاکستان ګڼ شمېر وسلوالو هم ګډون کړی دی، چې په هغوی کې پاکستاني شیعه مسلمانانو لښکر زینبیون بریګېډ هم شامل دی.

پولیسو د دغو نیول شویو کسانو پېژندنه نه ده کړې او نه یې دا ویلي چې دوی د پاکستان د کوم ځای اوسېدونکي دي، خو وایي دغو دواړو کسانو د مذهبي او فرقه ییزو هدفي وژنو په ګڼ شمېر پېښو کې لاس درلود، چې په هغوی کې تر یو درځن د زیاتو کسانو وژنې شاملې دي.

د پولیس چارواکو په وینا دغه کسان د ډاکټرانو، د ناقانونه اعلان شویو تنظیمونو د غړو، د جماعت اسلامي د غړو، تاجرانو او عامو خلکو د هدفي وژنو په پېښو کې تورن دي، وایي دغو کسانو د پاکستان د مشهور دیني عالم مولانا یوسف لدهیانوي او مفتي نظام الدین شامزي په ګډون د ډېرو مهمو کسانو د وژنې د پېښو په اړه انکشافات کړي دي.

پولیس وایي دغو وسلوالو د پلټنې په وخت دا هم منلې چې دوی په څنګلوري هېواد ایران کې روزل شوي، چې په هغه کې وسله او چاودېدونکي مواد کارول، د ځانمرګي برید د واسکټ تیارول، ځانمرګی برید کول او د الوتکې ویشتونکې توپې زدکړه شامله ده.

د شام په کورنۍ جګړه کې د پاکستانیانو ګډون:

د پاکستان پولیس وایي د شام کورنۍ جګړې ته له پاکستانه هم ګڼ شمېر خلک ورځي. د سیند د پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې یو مشر عمر شاهد حامد وي او اې ته د پاکستاني شیعه ګانو تنظیم زینبیون حقیقت وباله او وایي دا ډله په شام کې د جنګېدونکیو پاکستانیانو لپاره جوړ شوی دی.

عمر شاهد وایي د شام جګړې ته چې کوم پاکستانیان تللي، هغوی تر هغه مخکې په پاکستان کې هم له ترهګرو ډلو سره تړاو درلود. هغه وایي له وروستیو دوو نیولو شویو کسانو څخه یو پخوا د ایم کیو ایم او سپاه محمد وسلوالې ډلې غړی پاته شوی او دویم هم د سپاه محمد ډلې غړی پاته شوی.

دغه پولیس مشر وایي په شام کې له 2011م کال راهیسې روانه جګړه کې له پاکستانه تللیو ګڼ شمېر شیعه او سني مسلمانانو برخه اخیستې خو وایي کره شمېر یې معلوم نه دی. وایي په دوی کې اکثر یې د زیارتونو په پلمه تللي او هلته په جګړه کې جنګېدلي دي.

له برسلز پوهنتونه د ترهګرۍ پر مخنیوي باندې د پي ایچ ډي کوونکي ډاکټر فرحان زاهد د څېړنې له مخې په زینبیون لښکر کې اکثریت د پاکستان د بلوچستان او د پښتونخوا د پاړه چنار اوسېدونکي دي چې وایي دوی ته په دې ډله کې تر شاملېدو وروسته میاشتنۍ تنخا ورکول کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG