لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د څو کتابونو لیکوال رابرټ رایلي د ويس آف امریکا نوی‌ مشر ټاکل شوی


واشنګټن ــــ د امریکې په فنډ چلېدونکې رسنۍ د نړیوالې مېډیا ایجنسۍ یا یو ایس اې جي ایم د وایس آف امریکا لپاره د څو کتابونو لیکوال او ډیپلومېټ رابرټ رایلي د نوي مشر په توګه نومولی دی چې له 2001 تر 2002م کال پورې یې هم مشر پاته شوی دی.

د یو ایس اې جي ایم مشر مایکل پېک د شورو- چارشنبې په ورځ په یو ایمېل کې د رابرټ رایلي ستاینه کړې او د هغه تجربه او مشرتوب یې د وي او اې لپاره ګټوره بللې ده. ښاغلي پېک لیکلي:

"باب [رابرټ] خپل کاري ژوند (کېریر) وقف کړی دی او شک نه شته چې د امریکې ملي ګټو ته په وده ورکولو او بهرنۍ پالیسۍ په پرمختګ کې کامیابه شوی دی".

خپل ښاغلي رابرټ رایلي هم په یوه ایمېل کې ویلي "زه تل نړۍ ته د امریکې د خبرو په رسولو کې د وي او اې د لارې کلک لاروی اوسېدلی یم، زه خوشاله یم چې یو ځل بیا د وي او اې مشري را سپارل شوې ده".

ښاغلی رایلي دا مهال د امریکې د یوې غیرسرکاري څېړنیزې ادارې ویسټمینسټر انسټیټیوټ مشر دی، دغه اداره په 2009م کال کې جوړه شوې چې له توندروۍ څخه د ژغورنې په برخه کې د خلکو د شخصي ازادۍ لپاره کار کوي.

رابرټ رایلي څو کتابونه هم لیکلي چې په هغوی کې "امېریکا آن ټرایل" [امریکا په مقدمه کې] هم شامل دی چې د 2020م کال په پیل کې چاپ‌ شوی دی، یو بل کتاب یې "دي کلوزنګ آف دي مسلم ماینډ" [د مسلمان ذهن بندول] نومېږي چې په 2011م کال کې چاپ‌ شوی او درېیم کتاب یې پر همجنس بازۍ لیکلی دی.

د وي او اې ځایناستي مشر ایلز بیبراج هم د نهې- سه شنبې په ورځ‌ خپل دفتر ته په یوه ایمېل کې لیکلي، چې د دفتر د نوي مشر تر راتګ وروسته به دی بیرته د خپلې یورپ- اېشیا د څانګې مشري پر غاړه واخلي. نوموړی له جون میاشتې راهیسې د وي او اې ځایناستی مشر وو.

د امریکې په فنډ چلېدونکې رسنۍ یو ایس اې جي ایم مشر مایکل پېک په تېره جون میاشت کې ګومارل شوی، چې له راتګ سره سم یې د ذیلي ادارې ځینې مشران له خپلو څوکیو ګوښه شول یا یې استعفا ورکړې، د بهرنیو خبریالانو د ویزو نوي کول یې وځنډول او په دفتر کې دننه یې د کارکوونکو پلټنه پیل کړه.

تېره میاشت د امریکې د مرکزي عدالت یوه قاضي د یو ایس اې جي ایم د مشر په توګه د مایکل پېک ځینې کارونه د ادارې د خبریالانو د حقونو په ضد وبلل او امر یې وکړ چې هغه نور د وي او اې د خبري پوښښ په برخه کې لاسوهنه ونه کړي او د کارکوونکو اداراتي پلټنه ودروي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG