واشنګټن ــــ د بلوچستان یو ملتپال نېشنل ګوند د بلوچستان حکومت له هغه کار سره مخالفت ښکاره کړی چې پر "ټول ګوادر ښار" اغزن تار را ګرځوي خو د بلوچستان حکومت وایي د امنیت په خاطر یې د ښار پر "ځینو برخو" اغزن تار لګولی.
یو بل ملتپال ګوند بلوچستان نېشنل ګوند هم پر ګوادر ښار د اغزن تار د غزولو مخالفت کړی دی. د دې ګوند د صوبایي اسبملۍ غړی اختر حسېن لانګو وایي حکومت د بلوچستان د ترقۍ په نامه خلک له خپلو سیمو را ګرځوي.
د نېشنل ګوند سنېټر کبیر محمد شهي د کوټې په پریس کلب کې خبري غونډې ته وویل، حکومت د ګوادر په څلورواړه اړخونو کې د اغزن تار لګولو کار پیل کړی او تور یې پورې کړ، چې حکومت ګوادر له بلوچستانه بېلول غواړي:
"پر ګوادر ښار داسې اغزن تار لګوي چې بېخي یې له مکران ډیویژن او له ګوادر ضلعې هم جلا کړي، بیا به د ګوادر خپل خلک هم هلته نه شي ورتلای، بیا یې د ګوادر ښار په دوو برخو وېشل دی او دا هم ویل کېږي چې هر څوک هلته ورځي په ځانګړي کارډ به ګوادر ښار ته د ننوتلو اجازه ورکول کېږي".
خو د بلوچستان وزیراعلی دغه تورونه رد کړي او دا یې د اپوزیشن ګوندونو "پروپیګنډه" بللې. وزیراعلی جام کمال خان الیاني وایي ګوادر ښار "ټول خلاس" دی او پر ځینو ځایونو یې د امنیت د ټینګښت په خاطر اغزن تار پیل کړی دی:
"له دې کار سره به امنیت ښه شي، [پر امنیت] د اغزن تار اغېز موږ لیدلی دی، له افغانستان او ایران سره چې اغزن تار لګېدلی، په نوره نړۍ او په یورپ کې هم اغزن تارونه شته".
سنېټر کبیر محمد شهي وایي شپږ میاشتې مخکې صدر عارف علوي دوه امره کړي وو، چې په لومړي کې یې د بلوچستان ساحلي پټۍ او په دویم کې یې د بلوچستان او سیند جزیرې د مرکزي حکومت تر واک لاندې اعلان کړې وې. وایي دا د اتلسم آیین بدلون مخالفت دی او له نورو اپوزیشن ګوندونو سره په ګډه به یې ناکامه کوي.
پر ټولنیزو رسنیو هم د ګوادر ښار د اغزن تار لګولو په اړه غبرګون څرګند شوی دی او په دې اړه د دسمبر له 10مې نېټې د #StopFencingGwadar [پر ګوادر اغزن تار ودروئ] په نامه هېشټېګ هم پیل شوی دی. د ډاکټر نواب بلوچ په نامه یو تن پر ټویټر لیکلي:
"د ګوادر له خلکو خو روزګار مخکې لا اخیستل شوی دی او اوس پر دې ښار اغزن تار لګول کېږي. پر ګوادر اغزن تار لګول یا غیرقانوني کار دی او د غندنې وړ دی. چارواکي ضرور باید دا کار ودروي".
وزیراعلی جام کمال خان وایي ګوادر د پاکستان او خصوصاً د بلوچستان لپاره ډېر زیات اقتصادي ارزښت لري خو د پاکستان دښمنان غواړي دغه ساحلي ښار او د سیپېک منصوبه ناکامه کړي ځکه یې د سیمې د خلکو په خوښه د ښار ځینې برخې په اغزن تار وپوښلې.