لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایران یو خبریال د حکومت ضد مظاهرو د ملاتړ او جاسوسۍ په تور نن په دار وځړاوه


واشنګټن ـــ ایران د روح الله زم په نامه خبریال په دې هېواد کې د 2017م کال د ګرانۍ په ضد احتجاجونو د ملاتړ او د نورو هېوادونو د جاسوسۍ په تور د مرګ د سزا تر اعلان شپږ میاشتې وروسته نن په دار کړی دی.

د ایران د سرکاري ټیلیویژن او سرکاري خبري ایجنسۍ ایرنا د خبر له مخې 47 کلن روح الله زم ته په تېره جون میاشت کې عدالت په دې تور د مرګ سزا اورولې وه، چې وایي له خاورې سره یې غداري کړې او د ایران د حکومت د نړولو لپاره یې خلک پارولي.

روح الله زم د "آمد نیوز" په نامه یوه ویبپاڼه لرله او د پیغامونو د مشهور اېپ ټیلیګرام له لارې یې په ایران کې د حکومت مخالفو احتجاجونو او د ایراني چارواکو په اړه له رسوا کوونکو معلوماتو ډکې ویډیوګانې خپرولې چې میلینونه کتونکي‌ یې لرل.

ټیلیګرام وروسته د ایران د حکومت په غوښتنه له "آمد نیوز" سره تړلی چېنل بند کړ، خو وروسته یې په بل نامه بیرته کار پیل کړ.

روح الله زم په ټیلیګرام د خلکو د پارونې تورونه رد کړي‌وو او هغه مهال د حکومت د هغو تورونو له کبله- چې وایي بهرنیو استخبارتو ته کار کوي- له ایرانه تښتېدلی او په فرانس کې تر سیاسي پناه اخیستو وروسته هلته مېشت وو،‌ خو په 2019م کال کې عراق ته تللی وو او هلته ایراني‌ چارواکو نیولی وو.

په 2017م کال کې تر سره شوو احتجاجونو ایراني حکومت ته ډېر لوی چېلنج جوړ کړی وو، چې په نتیجه کې یې تر پینځه زره زیات کسان نیول شوي او شاوخوا پینځویشت کسان وژل شوي وو. روح الله زم وخت په وخت پر ټیلیګرام ددغو احتجاجونو د وختونو په اړه معلومات او د احتجاج کوونکو تر څنګ د ایراني چارواکو ویډیوګانې هم خپرولې.

د ایران پاسداران انقلاب پر زام تور لګولی وو چې هغه د فرانس، اسرایلو او امریکې د استخباراتي ادارو "تر سیوري لاندې" وو. د رایټرز خبري ادارې په وینا د فرانس خارجه وزارت روانه اوونۍ زام ته د مرګ سزا د اظهار او مطبوعاتو پر ازادۍ ناوړه برید بللی دی.

بل لور ته د بخښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل او د بې سرحده خبریالانو نړیوالې ادارې هم د ایراني حکومت له خوا روح الله زم ته د مرګ سزا غندلې ده. ایمنیسټي انټرنېشنل په یوه خبر کې ویلي "هغه د داسې مقدمې ښکار وو چې اعتراف یې په زور ورباندې کړی دی".

روح الله زم د ایران د مشهور روشنفکره شیعه عالم محمد علي زم زوی وو، چې په 1980مو کلونو کې یې د ایران په حکومت کې د پالیسۍ جوړونې په څانګه کې هم کار کړی دی. ایراني رسنیو په 2017م کال کې د ده یو لیک خپور کړی وو،‌ چې ویلي یې وو، د "آمد نیوز" پر سر د خپل زوی ملاتړ نه کوي.

خو د روح الله پلار تر جون میاشتې وروسته خپل زوی ته اورول شوې د مرګ سزا "د اسلامي عدالت او انصاف خلاف" بللې وه او د جمعې په ورځ یې له زوی سره تر وروستي ملاقات وروسته پر انسټاګرام لیکلي چې زوی یې حتی په دې هم خبر نه وو، چې عدالت یې د مرګ سزا تایید کړې ده.

XS
SM
MD
LG