لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ډي‌ ایم د حکومت له اجازې پرته په لاهور کې د سبانۍ جلسې تیارۍ کوي


اسلام اباد ــــ د واکمن تحریک انصاف د مرکزي او پنجاب حکومت له خوا په لاهور ښار کې د پي ډي ایم جلسې ته د اجازت نه ورکولو باوجود نن د مخالف مسلم ليګ نواز ګوند د مرکزي ليډرانو په ګډون د نورو ګوندونو لوی شمېر غړي "مينارِ پاکستان" کې راغونډ شوي او د سبانۍ جلسې تیاري‌ کوي.

د تیاریو په مهال ميډيا سره په خبرو کې د مسلم لیګ نواز ګوند د پنجاب صوبې صدر رانا ثناالله اتوار- یکشنبې د ورځې غونډه د هيواد د جمهوريت د راتلونکي لپاره تاريخي بللې ده. رانا ثناالله وایي له دې سره به په پاکستان کې ووټ ته درناوى ملاويږي او هر يوه اداره به خپل حد وپېژني.

نوموړي زياته کړې وزير اعظم عمران خان دې خبر شي د پي ډي ايم غړو او ولس د "مينارِ پاکستان" کنټرول تر لاسه کړى او دوی به خپله جلسه ارو مرو کوي.

بل اړخ ته د پنجاب صوبې د قانون وزير راجا بشارت د پي ډي ايم په ضد د قانون د سرغړونې په تور د کاروایۍ خبردارى ورکړی دی.

راجا بشارت ويلي حکومت د ترهګرۍ د مخنيوي ادارې نيکټا له خوا د اتوار- یکشنبې په ورځ په لاهور کې د پي ډي ايم په غونډو باندې د ترهګرۍ د ممکنه حملو له ګواښه د مخالفو ګوندونو اتحاد خبر کړی دی.

خو دې ته په غبرګون کې رانا ثناالله ويلي دوی د پاکستاني آیین د سرلوړۍ او د ووټ د درناوي په لاره کې د هر خطر سره مخ کېدو ته چمتو دي.

د 11 مخالفه ګوندونو تحریک پي ډي ايم د وزيراعظم عمران خان د استعفى او په هيواد کې د پوځ د لاسوهنې د مخنیوي سره سره د نوو انتخاباتو په شمول د 26 غوښتنو په سر د خپل احتجاجي تحريک د ړومبي پړاو اخري جلسه په لاهور کې کوي.

اټکل کيږي چې په دې موقع د بل پړاو په ترڅ کې د پارليمان نه د مخالفه ګوندونو د غړو د استعفى اعلان د پخلي سره به د اسلام اباد په لور د احتجاجي لاريون اعلان هم وشي.

بل لور ته د خالي- شنبې په ورځ په لاهور کې په پي ډي ايم کې د شاملو دوو لویو ګوندونو پيپلز پارټي او مسلم ليګ نواز تر منځ د احتجاجي تحريک د راتلونکې تګلارې په اړه مشاورت شوی دی خو جزیات یې لا له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

دا اټکل هم کيږي چې د مسلم ليګ نواز ګوند پخوانى وزيراعظم نواز شريف د خپل سياسي طاقت په مرکز لاهور کې کېدونکې دغې جلسې ته په خپله وينا کې په ملکي چارو کې د لاسوهنې په سر د پوځي قيادت په ضد لا نورې سختې خبرې وکړي.

دا جلسه په داسې وخت کې کېږي چې له وړاندى نه په لاهور کې د نواز شريف په ضد د ولس د جذباتو را پارولو په تور مقدمه درج شوې ده.

د پاکستان د شخصي ټي وي چېنلونو تر مخه د اتوار- یکشنبې تر جلسې يوه ورځ وړاندې د واکمن تحریک انصاف ګوند مرکزي کابينې صوبایي حکومتونو ته دا بغاوت مقدمې د درج کولو اختيار ورکړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG