لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار کې عملیات،کابل کې چاودنه،نزدې ۶۰ کسان وژل شوي


چارواکي وایي دافغانستان په کندهار ولایت کې دطالبانو په ضد عملیاتو ۵۱ جنګیالي اؤ کابل کې په یو موټر دمائن برید کې دوه کسان وژل شوي دي.

دافغانستان ددفاع وزارت لخوا مطبوعاتو ته دلیږل شوي خبر له مخې دکندهار په زیړۍ،میوند،شاو ولي کوټ اؤ ډنډ ولسوالیو کې تیره شپه افغان افغان ځواکونو دطالبانو په ضد چټک عملیات کړي چې پکې ۵۱ طالبان وژل شوي اؤ دهغوئ نه ګڼ شمیر ماینونه اؤ وسلې ترلاسه شوي دي.

خو دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پخپل یو بیان کې دعوه کړې ده چې عملیاتو کې ټول ولسي خلک وژل شوي دی.

په عین حال کې دملي امنیت ۰۳ قطعې پخپل یو بیان کې ویلي چې تیره شپه دکندهار د ارغنداب ولسوالۍ په یو شمیر سیمو کې د وسله والو په ضد عملیاتو کې دطالبانو اووه ځانمرګي هدف ته رسیدو وړاندې وژل شوي.

دکابل دامنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز هم دیکشنبې په ورځ ویلي نن سهار دکابل د۱۵مې امنیتي حوزې په هوټل پروان سیمه کې په یو موټر دماین چاودنه شوې چې پکې دوه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

هغه نه ده واضحه کړې چې پېښه کې وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي څوک دي خو وي‌ او ای اشنا دځېنو سرچینو له خولې ویلي چې دا چاودن د ولسي جرګې د یو غړي پر موټر شوې ده.

په عین حال کې دیکشنبې په سهار دکابل ښار په اتمه حوزه کې د وسله والو په یو برید کې دیو څارنوال چې حبیب الله نومیږي د وژنې خبر هم ورکړل شوی.

په کابل ښار کې له دې بریدونو یوه ورځ وړاندې (شنبه) هم لس راکټونه لګیدلي وؤ چې دکورنیو چارو وزارت پکې دیو تن د وژل کیدو اؤ دوؤ نور دټپي کیدو خبر ورکړی ؤ.

د تازه بریدونو اؤ جګړو دا پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي چې دوحه کې د طالبانو اؤ افغان دولت مرکچي پلاؤ دبین الافغاني مذاکراتو په څرنګوالي اؤ ایجنډا له اتفاق وروسته خپلو کې غونډې پیل کړي‌ خو تر دې دمه یې په اوربند اتفاق نه دی کړی.

افغان دولت اؤ نړیواله ټولنه پرله پسې دطالبانو نه د دوحې خبرو کې د اوربند غوښتنې کوي خو طالبان دریځ لري چې اوربند به هله کوي چې افغانستان کې د روانې جګړې علتونه له مینځه یوړل شي.

ولسمشر اشرف غني تیره اوونۍ ویلي وؤ افغانستان کې روانه جګړه هیڅ شرعي مشروطیت نه لري اؤ باید نور طالبان له دې جګړې لاس واخلي

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG