لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو په افغان امن عمل کې پرمختګ ستايلی دی


د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر وولکن بوزکير ويلي د افغان امن عمل لړ کې د پرمختګ په اړه هيله څرګنده کړې او دا يې د ستاينې وړ ګام ګرځولی چې د دواړو خواو له اړخه د پرامنه افغانستان لپاره هڅې پېل شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر ویلي په افغانستان کې امن د پرمختګ ضمانت دی او دې لړ کې د بهرنيو هېوادونو له خوا په 2020م کې مرسته او په خصوصي توګه د فن لېنډ، افغانستان او ملګرو ملتونو په ګډ کوربه توب اوږدمهاله مرستې لوړ ګام دی.

نوموړي په بيان کې ويلي په افغان امن عمل کې د وروستو پاتې طبقې او په خصوصي توګه د زنانوو ګډون د پرمختګ او تل پاتې امن په لور مهم ګام دی. په حکومتي او شخصي مېدان کې د زنانوو ګډون او بيا د زنانوو ضد د تشدد د ختمولو لپاره خصوصي کميټي جوړول هم د ستايني وړ خبره ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر زياته کړې د امن ګټه بايد افغانستان ولس ته ورسېږي چا چې يوه اوږده موده د دې لپاره انتظار کړی دی او شاوخوا څلوېښت کاله پس بايد مونږ افغان اولس مايوسه نه کړو.

بيان کې وړاندې ويل شوي د افغانانو په مشرۍ او خپلواکۍ کېدونکې خبرې يواځينۍ لار ده چې په هېواد کې پرمختګ او باثباتي ولري. د دې ترڅنګ د کرونا وبا په دې ماحول کې بايد دا باوري کړی شي چې له وړاندې شوی پرمختګ ونه درېږي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د مشر بيان په افغانستان کې ستایل شوی دی.

د افغانستان د امن کونسل مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په ټوېټر د دې قرارداد ستاينه کړې او مننه يې کړې چې په افغانستان کې يې د امن د خبرو ملاتړ کړی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر په خپل غبرګون کې د ناټو د هغه بيان ستاينه کړې چې پکې د دواړو خواو د اوربند، د تشدد د ختمولو او د تل پاتې امن لپاره سياسي لار خپلولو ذکر شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادله راز ويلي، هغه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د صدر مننه کوي چا چې په نړيوالو قوتونو غږ کړی چې په افغانستان کې د تل پاتې امن لپاره کردار ولوبوي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG