لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امريکا کې د کرونا ضد ويکسين کارول پېل شو


په امريکا کې د کرونا وبا په ضد د ويکسينو کمپاين د ګل/دوشنبې په ورځ پېل شوی دی. د نيويارک لانګ ايي لېنډ جيوش مېډيکل سنټر کې د کرونا وبا په ضد دغه واکسين کارول پېل شوي دي او لومړی واکسين يوې نرسې سانډر لنډسی ته لګول شوي دي.

دا په داسې حال کې چې په امريکا کې د دې رنځ له امله تر درې لکه نه زيات کسان مړه شوي دي.

د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ په ټولنيزو رسنيو ټوېټر ويلي ‘لومړی ويکسين استعمال شو، امريکا ته او ټولې نړۍ ته دې مبارک وي.‘

د امريکا د خوراک او دوايانو د ادارې يو مشر سټيفن هان سي اېن ېن ته ويلي 184000 پورې ويکسين راوړل شوي دي.

بل اړخ ته په لومړي پړاو کې صدر ډانلډ ټرمپ هغه حکم بېرته اخستی دی چې حکومتي چارواکي او د سپينې ماڼۍ ځيني وګړو ته به ويکسين لګول کيږي.

د اتوار په ورځ صدر ډانلډ ټرمپ په ټويټر ويلي ؤ د سپينې ماڼۍ کارمندانو ته به ويکسين لګول کيږي خو هغه ويلي وو چې خپله به يې نه اخلي او چې مناسب وخت راشي نو خپله به هم دغه ويکسين کاروي.

د امریکا د جانز هوپکن پوهنتون ترمخه په امريکا کې د شپاړس نيم ميليونو نه زيات کسان د کرونا وبا ښکار شوي دي.

ويلی شي چې د 20 ميليونه پورې امريکايي وګړي به د دسمبر تر پای لومړي دوه ويکسين لګول کيږي.

د حکومت د ويکسين څانګې مشر منسف سلويي فوکس نيوز ته ويلي د مارچ پورې به 100 ميليونه امريکايي وګړو ته به دا ويکسين لګول کيږي.

هان ويلي د فایزر او میډرنا بايوټېکنالوجي کمپنۍ لخوا جوړ ويکسين شاوخوا 95 فيصده سمې نتيجې ورکړې دي.

د امريکايي صدر ډانلډ ټرمپ د ويکسين د څانګې مشر افسر جنرل ګستټاو پرنا د خالي/شنبې په ورځ ويلي ؤو شاوخوا 150 ځايونو ته به دغه ويکسين رسول کيږي او تر شورو/ چارشنبې پورې به 450 مرکزونوته ويکسين رسولی شي.

طبي پوهان وايي د استعمال کېدو وړاندې به دا ويکسين په منفي 70ډګرۍ سنټي ګرېډ ساتل ضروري وي.

په نړۍ کې د کرونا وبا وروسته دا لومړی ځل دی چې په يو هېواد کې د کرونا ضد واکسين مخې ته راغلي دي.

په نړيواله توګه امريکا لومړی هيواد ګرځېدلی چې دا ويکسين کارول پېل شوي دي خو د بل کوم هېواد لخوا هم کومه نتيجه يا د واکسين کارولو خبرونه مخې ته نه دي راغلي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG