لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان چارواکي وایي زر به له پاکستان سره د سوداګرۍ یو نوی تړون وکړي


کابل ــــ افغان چارواکي‌ وايي پر داسې يوه تړون کار کوي چې په لاسليکولو سره به یې د پاکستان او مرکزي اېشيا له هېوادونو سره سوداګري اسانه او پراخه شي.

افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې کموالی راغلی دی. د سوداګرۍ وزارت مسولین وایي سره له دې چې پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د اړیکو پر پراختیا خبرې کوي خو سږ کال یې د تېر کال په پرتله په صادراتو کې 12.5 فیصده کموالی راغلی دی.

یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط وي او اې ډیوه ته وویل تېر کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د پاکستان صادرات افغانستان ته 339 میلینه ډالرو ته رسېدل خو سږ کال بیا په همدې موده کې 296 میلینه ډالرو ته رسېدلي دي.

پاکستان بیا هم ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ په برخه کې ټولې ستونزې ختموي او هڅه کوي له دې لارې له مرکزي اېشیا سره وتړل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وياند فواد احمدي وایي چې د دې لپاره د ټولو خواوو د خوښې يوې لوظنامې پر تيارولو بوخت دي. هغه وایي:

"ډېر زر به اتمه جلسه د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې وشي، د دغې موفقت نامې لپاره به له کابل څخه یو متخصص هیئت له کابل څخه اسلام اباد ته سفر وکړي".

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، په روان مالي کال کې د صادراتو هغه هدف ته نه دي رسېدلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا ټاکل شوی وو.

د خصوصي سیکټر غړي وايي، د روان مالي کال له پیله یې تر دې دمه د 700 میلینه ډالرو په ارزښت صادرات کړي چې ډېری برخه یې وچه او تازه مېوه ده.

د خصوصي سیکټر غړي که څه هم د کرونا وبا د صادراتو پر وړاندې ستونځې بولي خو زیاتوي چې که د هېواد اقتصادي اتشو د کورنیو محصولاتو لپاره د بازار موندنې هڅې کړې وای نو دا امکانات وو چې د صادراتو کچه له یو میلیارد (ارب) ډالرو زیاته شي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي افغانستان د ګاونډيو مرکزي اېشيا هېوادونو سره د اقتصادي‌ همکاريو تړونونه لاسليک کړي. په دوی کې يوه پروژه د اورګاډي پټلۍ تېرول دي چې کارونه یې شروع شوي دي. الکوزی وایي:

"د دې ترڅنګ پاکستان هند ته د تلونکو افغان مالونو لپاره واګا سرحد هم پرانیستی دی. همداراز له افغانستان سره یې د تورخم، چمن، باديني، غلام خان،‌ انګور اډې او خرلاڅو لارې هم خلاصې کړي دي".

اپټا يا د افغانستان او پاکستان ټرانزيټ لوظنامه په 2017م کال کې شوې ده، خو په دې وروستيو کې یې له مخې تجارت ځکه کم شوی چې سوداګر پکې د اوږدمهاله وېزو د نه شتون او پر مال وړونکو ګاډو د ټيکسونو له زیاتېدو شکايت لري.

د دسمبر پر 14مه، د افغانستان سوداګرۍ او صنعتونو وزارت له خو وي او اې ډیوه ته ورکړل شوي ‌معلومات ښيي چې په 2018م کال کې افغانستان او پاکستان د دوه ارب ډالرو تجارت کړی خو تېر کال دا سوداګري تر يو ارب ډالرو هم کمه وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG