لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فرانس صدر ایمانویل میکرون ته کورونا وایرس ور پورې شوی


واشنګټن ــــ د نړۍ د هېوادونو په مشرانو کې دا ځل د فرانس صدر ایمانویل میکرون ته کورونا وایرس ور پورې شوی چې د صدر دفتر په وینا هغه به اوس د یوې اوونۍ لپاره پخپل کور کې وي او له هماغه ځایه به خپل کار کوي.

رپوټونه وایي د فرانس وزیراعظم جېن کاسټېکس او د پارلمان سپیکر ریچرډ فیرانډ هم ځان د څه مودې لپاره ګوښه ساتلی ځکه چې وایي په تېرو څو ورځو کې یې له ولسمشر میکرون سره لیدلي وو.

په بیان کې ویل شوي چې صدر میکرون د کورونا وایرس تر لومړیو نخښو سمدستي وروسته ټیسټ کړی چې وایي نتیجه یې مثبت راغله.

وایي هغه اوس اندازه لګوي چې دا وایرس یې له کومه اخیستی دی،‌ ځکه چې وایي د دسمبر پر 10- 11مه یې د یورپي کونسل د مشرانو په غونډه کې هم ګډون کړی وو.

د یورپي اتحاد مشر چارلس مایکل او د سپېن وزیراعظم پیډرو سانچیز هم ځانونه وروسته له هغه ګوښه ساتلي چې وایي د تېر ګل- دوشنبې په ورځ یې له ولسمشر میکرون سره لیدلي وو.

د فرانس د صدر ویاند وایي لبنان ته د دسمبر پر 22مه د نوموړي د راتلونکي سفر په ګډون ټول سفرونه منسوخ کړل شوي دي.

صدر میکرون اوس د نړۍ د ریاستونو او حکومتونو په هغو مشرانو کې شامل شو چې کورونا وایرس ور پورې شوی، په هغوی کې د برتانیې وزیراعظم بوریس جانسن او د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم شامل دی.

فرانس روانه اوونۍ د شپې له خوا د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر په ټول هېواد کې ګرځبندیز اعلان کړی دی.

د امریکې د جان هاپکینز پوهنتون د شمېر له مخې په فرانس کې تر دې مهاله دوه میلینه (شل لکه) خلکو ته کورونا وایرس ور پورې شوی چې له کبله یې تر اوسه شاوخوا 59,400 تنه مړه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG