لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين: د علي وزير او نورو بنديوانو د خوشي کولو او پښتنو ته د سوله ييز ژوند برابرولو دپاره به يې مبارزه روانه وي


د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مشر منظور پشتين وايي څو پورې چې " څو پورې پښتنو ته سوله ييز ژوند نه وي برابر شوی د دوی [پي ټي اېم] مبارزه به دوام لري".

د پښتون ژغورنې غورځنګ نن په 18م دسمبر د ملک په بېلابيلوبرخو کې د علي وزیر د نیولو پرضد احتجاجي مظاهرې کوي، د پي ټي اېم مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د شورو/چارشنبې په ورځ [16م دسمبر] په پېښور کې پوليسو نيولی ؤ.

د پېښور پوليسو ويلي ؤ علي وزير يې د سيند پوليس ته په يوه مطلوبه مقدمه کې نيولی او پرون د پېښور عدالت هغه د سيند پوليس ته سپارلی دی.

د پي ټي اېم مشر منظورپشتين وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، "دوی د علي وزیر د نيولو پرضد په ټول ملک کې نن، په 20م دسمبر د بنو په جاني خېلو کې او په 27و دسمبر په خېبر کې احتجاجي مظاهرې او جلسې اعلان کړي او د دغه لارې به د علي وزیر او پي ټي اېم د نورو بنديوانو د راخلاصولو غوښتنه کوي".

هغه زياته کړه "څو پورې چې د دوی بنديوان نه وي راخوشي شوي او څو پورې چې پښتنو ته سوله ييز ژوند نه وي برابر شوی دوی به خپله مبارزه دوامداره ساتي".

په علي وزير او پي ټي اېم په نورو مشرانو په کراچۍ کې په شپږم دسمبر د پي ټي اېم د جلسې وروسته اېف ايي ار شوی او په اېف ايي ار کې دعوه شوې چې د پي ټي اېم جلسې ته وېنا کوونکو د رياستي ادارو، د پاکستان د پوځ، پوليس او رېنجرز پرضد د سپکاوي د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه ځکه د دوی پرضد مقدمه درج شوې ده.

په سيند صوبه کې چې د پاکستان پيپلز ګوند حکومت دی، د صوبې يو وزیر سعيد غني پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ میډيا سره په خبرو کې وويل، هغه د پي ټي اېم پرضد د مقدمې او علي وزیر د نيولو څخه ناخبره دی، او د مالوماتو کولو يې ویلي ؤ.

خو وروسته "د پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري د علي وزیر د نيولو په سختو ټکو کې غندنه کړې" او ویلي يې ؤ "د اسمبلۍ د يو منتخب غړي نيول د جمهوري رواياتو پرضد دي، جلسې او ولسي لاريونونه کول جرم نه دی چې په بنياد يې څوک ونیول شي".

د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت د پي ټي اېم لخوا په ادارو لګول شوي تورونه رد کړي ځواب يې ورته ويلی او که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره هم کړې چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی ؤ چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي،

دی وايي" د اسلام اباد په دهرنا کې چې د دوی تر ټولو لومړۍ دهرنا وه د هغې دپاره د هند استخباراتي ادارې را دوی ته څومره پېسې ورکړې وې".

هغه تور پورې کړی ؤ چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي ؤ چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

خو د پي ټي اېم مشرانو بيا د پاکستان د پوځ تورونه رد کړي چې د بهر هېوادونو څخه يې پېسې اخستې او د دغو تورونو ثبوت يې غوښتی ؤ.

پي ټي اېم وايي د پاکستان د ائين لاندې د خپلو حقونو دپاره په پرامنه ډول مبارزه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG