لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړۍ کې د کرونا وایرس نه د اغېزمنو خلکو شمېر د 75 ملین نه سېوا شوی


واشنګټن ــــ په ټوله دنیا کې د کرونا وایرس د لاسه اغېزمنو شوو خلکو شمېر د 75 ملین نه زیات شوی چې پکې تر ټولو زیات خلک په امریکا کې متاثره شوي دي.

د امریکې جان هاپکنز یونیورسټۍ د معلوماتو ترمخه په نړۍ کې د کرونا وایرس د لاسه د ټولو نه زیات په امریکا کې 77.5 ملینه،‌ په دویم نمبر په هندوستان کې 10 ملین نه زیات او په درېیم نمبر په برازیل کې 7.1 ملین خلک متاثره شوي دي.

د پاکستان د سرکاري شمېر تر مخه په ملک کې تر اوسه پورې د کرونا وایرس نه د مړو شمېر 9250 ته رسېدلی او ددې د لاسه څلور لکه او څلور پینځوس زره نه زیات خلک متاثره شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا وایرس د څارنې او مخنیوي لپاره جوړې کړی شوې ادارې مشر او د منصوبه بندۍ مرکزي وزیر اسد عمر هم د تېرې جمعې په ورځ په کرونا وایرس اخته شوی. نوموړي په ټوېټر لیکلي چې د هغه د کرونا وایرس ټسټ مثبت راغلی او ځان یې د نورو خلکو نه په کور کې جدا کړی.

د پاکستان د قامي ‌اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر، د مسلم لیګ نون صدر شهباز شریف، د پیپلز پارټۍ چېرمېن بلاول بهټو زرداري او د سیند د وزیراعلا په شمول یو شمېر پاکستاني سیاستدانان د کرونا وایرس نه تر متاثره کېدو وروسته بېرته ښه شوي دي.

په پاکستان کې د نومبر له میاشتې راهیسې د کرونا وایرس په پېښو کې ډېر زیاتوالی راغلی او روانه هفته په پاکستان کې د کرونا وایرس نه په ریکارډ کچه ناروغان مړه شوي وو.

په پاکستان کې د صحت ماهرین وایي‌ په ملک کې به د کرونا وایرس نه د متاثره شوو خلکو شمېر زیاته وي ځکه چې ډېر ناروغه خلک د کرونا وایرس ټیسټونه نه کوي او د غربي نړۍ په رنګ په ملک کې د کرونا وایرس د معلومولو لپاره د ټسټونو اسانتیاوې هم نه شته.

د صحت نړیواله اداره وايي دوی به د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د یو شمېر کمپنیو جوړ وېکسین دوه ارب خوراکونه تر لاسه کړي. د صحت د نړیوالې ادارې مشر ټېډروس ادانم ویلي د وېکسین زیاتو خوراکونو ته رسایي به دا یقیني کړي چې د نړۍ 190 ملکونه د راتلونکي کال تر اولنو شپږ میاشتو پورې خپلو خلکو ته د کرونا وایرس خلاف وېکسین ورکړي.

په امریکا کې د تېر زیارت- پنجشنبې په ورځ په بیړني توګه د صحت ماهرانو یوې اعلا ډلې د کورونا وایرس خلاف د مېډرنا کمپنۍ تیار کړي دویم وېکسین استعمالولو سپارښتنه کړې.

تر دې یوه هفته وړاندې د امریکې د خوراک او دوایانو د څارنې ادارې اېف ډي اې د کورونا وایرس خلاف د دوایانو دوو کمپنو فایزر او بایو اېن ټېک په شریکه تیار کړي وېکسین د استعمال اجازت ورکړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG